طالبان: د بغلان په ډله ئیز برید کې تر «۱۰۰» زیاتو دولتي ځواکونو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل):طالبان وايي؛ د بغلان په امنیه قوماندانۍ باندې د ډله ئیز برید په پایله کې تر «۱۰۰» زیات دولتي عسکر او افسران مړه او ژوبل دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې د برید هدف، د برید کوونکو نومونه، تلفات او دولتي عسکرو ته د ددې ډول بریدونو پیغام په ډاګه کړی او تر څنګ یې د بریدګرو انځورونه هم نشر ته سپارلي.

په یاده اعلامیه کې راغلي چي؛ لومړی د ملا محمد برات په نامه یوه بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د امنیه قوماندانۍ مخته انفجار کړی او ورپسې د عبدالله، ملا عزیزالله، ملا محمد یوسف او ملا رحمت الله په نامه څلور نور بریدګر امنیه قوماندانۍ ته ننوتلي او هلته یې تر شپږو ساعتونو جګړه کړې.

د اعلامیې په بنسټ؛ لومړنۍ معلومات ښيي چې په دغه تقریبا ۶ نیم ساعته جګړه کې د مهمو قومندانانو، افسرانو او استخباراتي کارمندانو په شمول له اتیا ډير پولیس، عسکر او استخباراټي عسکر وژل شوي او له شپيتو زیات ټپيان شوي دي، همدا ډول لسګونه نظامي وسائطـ (رینجر او هاموې) له خورا ډيرو نظامي توکو، خوراکي موادو او روغنیاتو سره له منځه یوړل شول.

طالبانو د یاد برید د پیغام په نامه عسکرو ته وریاده کړې چې؛ که د خپلې راتلونکې په اړه بیا فکر ونکړي، د امریکايي عسکرو تر څنګ ودرېږي او د ملکي خلګو وژنو ته دوام ورکړي دوی به هم ددې ډول بریدونو هدف وګرځوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

هو بالکل په حساب سل کسه کلیمه ګو اهل قبله مسلمان هیوادوال یې په قتل ورسول، په دې تور چې د امریکا ملګرې دې او حال داچه طالب همدا اوس د مسلمان افغان ملت پر سرنوشت د سودا لپاره له امریکا سره پټ پټونی کوې.######

Karwan
میلمه
Karwan

غزنوي صاحب ،امريکا دافغان ملت سره دوښمني شروع کړي او هره ورځ بيګناه افغانان وژني. نو ځوک چه دامريکايانوپه ځنګ کي ودريږي اودهغوي سره يوځاي جګړه کوي او افغانان په يوه او بل نوم وژني، نو دغه عسکر که شعوري او که غيري شعوري دا کارکوي، دافغانانو ددښمن په نوم پيژندل کيږي او که مري نو ځوک دکومه ګيله نه کوي. اميد لرم
چه په خبر پوه شوي ياست. کاروان

Karwan
میلمه
Karwan

غزنوي صاحب،تاسو تراوسه دفيل په غوږ کي بيده ياستي. طالبانو هيځ شي دملت ځخه ندي پټ کړي او نه د ملت په سر لوبي کوي. هغوي غواړي امريکايان دافغانستان ځخه وباسي او بيا دخپلو افغانانو سره سوله وکړي، ترځووکولي شي يو اسلامي نظام جوړکړي. فکرکوم تاسو هم د سولي سره کومه خاصه علاقه نلري. پريږدي چه امريکايان ورک شي او خلک دراحت تنفس وکړي. دکابل غلام حکومت خو په سوله ملنډي وهي او هر وخت چه دسولي خبري شي نو بيا بهاني لټوي او د افغان وژني په جګړه کي خپلي ګټي لټوي. حقايق درک کړي! کاروان

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

وحیدالله خانه وروره!ستاسی د فرمودې په تائید: امریکائیان ډېر ناځوانان خلګ دی او په ضمن کی د خپل کشر او ناسکه ( خو زیرک او حرامی)ورور د نقشو مغلوب امریکائیان دا بېره را منځته کولای سی چي د طالب غوښتنی به طوعاً یا کرهاً ټولی ومنی او حتی دولت او حاکمیت به ټول طالب ته ور تسلیم کی چي البته د طالب تر لمنی لاندی به بیا هم د خپلو ستراتژیکو اهدافو د لاسته راوړلو د هیلو تحقق ته ادامه ورکی او د خپل رقیب ورور سره به پر ونډه سره جوړ او حتی دومره تلبیس به وکاروی چي د… نور لوستل »