نن ټکی اسیا

طالبان: د بغلان په ډله ئیز برید کې تر «۱۰۰» زیاتو دولتي ځواکونو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل):طالبان وايي؛ د بغلان په امنیه قوماندانۍ باندې د ډله ئیز برید په پایله کې تر «۱۰۰» زیات دولتي عسکر او افسران مړه او ژوبل دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې د برید هدف، د برید کوونکو نومونه، تلفات او دولتي عسکرو ته د ددې ډول بریدونو پیغام په ډاګه کړی او تر څنګ یې د بریدګرو انځورونه هم نشر ته سپارلي.

په یاده اعلامیه کې راغلي چي؛ لومړی د ملا محمد برات په نامه یوه بریدګر د چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ د امنیه قوماندانۍ مخته انفجار کړی او ورپسې د عبدالله، ملا عزیزالله، ملا محمد یوسف او ملا رحمت الله په نامه څلور نور بریدګر امنیه قوماندانۍ ته ننوتلي او هلته یې تر شپږو ساعتونو جګړه کړې.

د اعلامیې په بنسټ؛ لومړنۍ معلومات ښيي چې په دغه تقریبا ۶ نیم ساعته جګړه کې د مهمو قومندانانو، افسرانو او استخباراتي کارمندانو په شمول له اتیا ډير پولیس، عسکر او استخباراټي عسکر وژل شوي او له شپيتو زیات ټپيان شوي دي، همدا ډول لسګونه نظامي وسائطـ (رینجر او هاموې) له خورا ډيرو نظامي توکو، خوراکي موادو او روغنیاتو سره له منځه یوړل شول.

طالبانو د یاد برید د پیغام په نامه عسکرو ته وریاده کړې چې؛ که د خپلې راتلونکې په اړه بیا فکر ونکړي، د امریکايي عسکرو تر څنګ ودرېږي او د ملکي خلګو وژنو ته دوام ورکړي دوی به هم ددې ډول بریدونو هدف وګرځوي.