ډاکټر عبدالله په کمپيوټر کې خپل د فیسبوک صفحه ګوري

عبدالله عبدالله: ویاندویانو ملت ته د حقایقو ویلو په ځای زموږ «ستاینو» ته کار ویلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي؛ حکومتی ویاندویان ددې په ځای چې ملت ته حقایق واوري؛ ټوله ورځ زموږ ستاینې کوي نو ځکه یې تنخواه حلاله نه ده.

عبدالله عبدالله چې حکومتي ویاندویانو ته یې په یوه ناسته کې خبرې کولې د اجرائیه ریاست ویاند «نصرت رحیمي» ته په اشاره وویل چې؛ رحیمي صیب زموږ ویاند دی، معاش له حکومت او د ملت له پیسو اخلي خو دنده یې داده چې ټوله ورځ زموږ ستاینې کوي.

عبدالله زیاته کړه؛ ویاندویان باید ملت ته حقایق ووايي او په دې وپوهېږي چې په ستاینو اخستل کېدونکی معاش یې ددوی او اولادونو لپاره حرام دی.

عبدالله په مسکا وویل؛ «ایا زموږ ملت همدومره ښه دی څومره چې موږ یو؟ موږ په یوه  بیل مؤقف کې قرار لرو، موږ په یوه بیل حالت کې یو،  دا اوس په هلمند، فاریاب، کنړ او د هیواد په ګوښه، ګوښه کې څه تېرېږي؟ دا اوس هغه ولسوالۍ چې داعش محاصره کړې په څه ډول حالت کې دي؟ نو کله چې ملت په دې ډول حالت کې قرار لري، زموږ و ضعیت  باید متفاوت وي».

یاده دې وي چې؛ عبدالله عبدالله داسې مهال خپل ویاندویان په درواغو او د چارواکو په بې اړتیا ستاینو تورنوي چې؛ د ګډ حکومت بل مشر «محمد اشرف غني» بیا په ټولنیزو رسنیو کې د «سلګونو» فسبوکیانو په ګمارلو تورن دی چې؛ څارونکو په وینا ډالري معاش یې له بیت المال حواله دی خو؛ ستاینې د ارګ کوي.

یاد کسان چې په فسبوک کې د «خیاطانو» په نامه مشهور دي شمېر یې سلګونو ته رسېږي او د حکومت مخالفینو ته د سپکو سپورو د ویلو او د حکومت د هرې بېباکه کړنې په وړاندې د توجیهاتو راپیدا کولو مسئولیت ورله غاړې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

عجیبه ده چې ګل مرجان د شر او فساد د ډلې مخکښ کس،اتلس کاله وروسته په حلال او حرام پوه شو. اوس افغانستان جوړېږي. غم مه کوئ. مننه

مجاهد
میلمه
مجاهد

زه باور لرم چه د طالبانو نظامی او سیاسی فتحی نزدی شوی ع او غ هم ښه کلمات کاروی حتی خپل ویاندان ملامتوی چه حقایق ووایاست په داسی حال کی چه د همدی ع او غ له خوا هغوی ته دا هم ویل کیږی چه زمونږ د خبرو پسی مه ګرځه څومره چه مو وسه کیږی وایاست