جنتونه اؤ د هغوی نعمتونه! «نهمه برخه»

لیکنه او راټولؤنه: م. حمد الله «دانشمند»

د جنت حورې، مېرمنې؛ د هغوی شرف اؤ غوره توبونه

پۀ یو لړ آیتونو او نبوي حدیثونو کې د جنت د حورو او د جنتي مېرمنو پۀ اړه یادونۀ شوې.

هغوی لۀ هر راز ګنده موادو پاکې دي؛ د خولې، پوزې، غؤږونو او سترګو هغۀ چټل او ناپاکه مواد نۀ لري، کوم چې د دنیا مېرمنې ور سره لاس او ګرېوان دي.

لویې او وړې بؤلي نۀ لري، حیض او نفاس (د ښځو عادتي ناروغي) هم نۀ لري. دا راز د بدن لۀ هر ډؤل بدبویي او چټلتوب نۀ پاکې دي. زړونه یې صفا، خبرې یې صفا اؤ اخلاق یې پاکېزه دي.

د عرش لۀ لوري به یوه وریځ را څرګنده شي، د رحمت باران به ترې را ورېږي؛ لۀ هغۀ نه به جنتي حورې پیدا کېږي، پۀ هره یؤه به د نهر پر غاړه یؤه خېمه وهل کېږي، چې ۴۰ میله به اوږده وي. یاده خېمه به دروازه نۀ لري، کله چې د الله پاک نازولی جنتي ورته راشي؛ نو د هغې دروازه به پیدا او پرانیستل کېږي؛ ترڅو هغه وپتېیي، چې د ملکو او خادمانو سترګې پرې نۀ دې رڼې شوې، هغوی د مخلوق لۀ نګاه نه خؤندي دي.

هغوی د «نعام» (شتر مرغ) د هګیو/د صدف د ملغلرو پۀ څېر سپینې او تازه دي.

جنت ته لۀ دنیا ور رغلې مېرمنې به همسنه، باکرې؛ ځوانې او پۀ خپلو مېړو عاشقانې وي.

د جنت حورې لوی سترګې، تور سترګې دي، د هغوی باڼوګان به د نسر «عقاب» مارغه د وزرو پۀ څېر رنګین وي. هغوی به د هګۍ د نرم پاریال پۀ څېر نازکې وي؛ مخونه به یې ښایسته او اخلاق به یې حسین وي.

جنتي حورې به سپین مخې وي، د شنو جنتي ورېښمو جامې به يې پر تن وي، ګاڼې به یې ژړي وي، ږمونځې به یې د سرو زرو وي.

حورې به خپلو مېړونو ته لاندې وینا پۀ ښکلو خؤږو حنجرو زمزمه کوي:

« نَحْنُ الْخَالِدَاتُ، فَلَا نَمُوتُ، وَنَحْنُ النَّاعِمَاتُ فَلَا نَبْأَسُ، وَنَحْنُ الْمُقِيمَاتُ فَلَا نَظْعَنُ أَبَدًا، أَلَا وَنَحْنُ الرَّاضِيَاتُ فَلَا نَسْخَطُ أَبَدًا، طُوبَى لِمَنْ كُنَّا لَهُ، وَكَانَ لَنَا»

ژباړه: موږ تلپاتې یو؛ نۀ مرو، موږ نعمت بښونکې یو؛ نۀ بد حاله کېږو، موږ تل مېشتې یو؛ پۀ سفر نۀ درومو، موږ تل خوشاله یو؛ هیڅ پۀ قهر کېږو نۀ، خوشالي دي وي هغۀ چا لره، چې موږ هغوی ته ور پۀ برخه یو، اؤ هغوی موږ ته.

د یؤۀ جنتي به ۷۲ مېرمنې وي: دؤه به ادم ذاتې، پاتې به جنتي حورې وي، د هغې یوې به ماڼۍ لۀ یاقوتو نه جوړه وي، هغلته به یؤ تخت وي لۀ سرو نه، پۀ ملغلرو به پوښلی وي، پۀ هغۀ تخت/پالنګ به ۷۰ ډؤله د نرمو او سختو ورېښمو پردې پرتې وي. یاد جنتي به خپل لاس د هغې د اوږو پۀ منځ کې کېږدي؛ د هغې لۀ سینې نه به – د جامو، غؤښو او هډونو لۀ ها خوا – خپل لاس ویني. هغۀ به د هغې د لینګو ماغزه داسې ګوري؛ لکه یؤ څوک چې د یاقوتو پۀ نل کې د ننه شوی یؤ تار ګوري. د هغې ینه به د هغۀ هینداره او د هغې ینه به د هغۀ له پاره هینداره وي. هغۀ به یې هیڅ لۀ کوروالي نه نۀ ستړی کېږي. هر ځل به هغه باکره مومي. هغۀ ته به یؤ داسې اواز وشي، موږ وپتېیله، چې ته نۀ ستړی کېږې، ستا له پارۀ نورې مېرمنې هم شته، کله چې هغۀ را وؤځي؛ نو هغوی به یؤه یؤه ورته راځي، ورته به کړي: پۀ الله پاک قسم! پۀ جنت کې تر تا ښکلی څیز نشته، پۀ الله پاک قسم! ماته تر تا خؤښ او محبوب بل څیز نشته.

د یؤ ادنا جنتي به ۸۰۰۰۰ خادمان، ۷۲ حورې وي. هغۀ ته به یؤه ګنبده لۀ ملغلرو، یاقوتو او زبرجدو نه جوړه کړل شي، چې اوږدوالی به یې لۀ «جابیه» تر «صنعاء» رسي.

کۀ یؤه حوره یواځې رغوی دې نړۍ ته را څرګند کړي؛ خلک به یې ټول پۀ ښکلا زړونه وبایلي، کۀ هغه یواځې پړونی را څرګند کړي؛ نو لمر به یې د چراغ پۀ څېر پۀ وړاندې بې نوره شي، کۀ هغه مخ و دې نړۍ ته را ښکاره کړي؛ نو د زمکې اؤ اسمان تر منځ ټوله مسافه به وپړکوي.

کۀ جنتي حوره یواځې بنګړی و دې ورانې نړۍ ته لۀ عرش نه را څرګند کړي؛ نو د لمر او سپوږمۍ رڼا به تته کړي؛ نو د همدې بنګړي مېرمن به پۀ کوم حال وي؟

پۀ جنت کې یؤه حوره د «عیناء!» پۀ نامه شتون لري، کله چې هغه قدم وهي؛ نو ۷۰۰۰۰ خادمان پۀ بدرګه ور سره درومي.

که یؤه حوره لۀ جنت نه را ووځي؛ د زمکې غولی به پۀ ټولیزه توګه مښکین شي؛ د لمر او سپوږمۍ رڼا به خپله وړتیا وبایلي.

[سرچینه: غوړچان لۀ «البداية والنهاية:۲۰/ ۳۳۵-۳۴۵، ط: هجر].

ــــــــــــــــــــ

یادونه:

– د دنیا ښځې د جنت لۀ ښځو نه رغنده تؤپیر لري.

– د دنیا ښځې لۀ ډؤل ډؤل ناپاکیو، چټلیو؛ خَرْیو او پراګندګیو سره لاس او ګرېون دي.

– د دنیوې مېرمنو اخلاق، ویناوې او لوظونه خورا ناسم او لۀ کرکې ډک دي.

– پۀ جنت کې کوروالي شته؛ خو «مني» (د اولاد د پنځوني اوبه) نشته.

– هغلته، د جنابت غسل نشته.

– هغلته، ټول خؤاړه او د څښاک څیزونه د خؤشبویه خؤلې پۀ څېر لۀ تنې نه وځي.

– کومه دنیوي مېرمن، چې لۀ مېړه سره بد چلند کوي؛ جنتي حوره ښېرا ور ته کوي.

– کومه مېرمن، چې لۀ جنتي سره جنت ته ولاړه شي؛ هغه به تر حورو زیاته ښایسته وي، د عبادت: لمونځ، روژې او… لۀ امله.

– کۀ پۀ دنیا کې یوې ښځې لۀ دؤه- درې مېړونو سره نکاح کړې وي؛ نو هغلته به لۀ هغۀ مېړه سره پاتې کېږي؛ کوم چې یې ور سره ښۀ چلند تر سره کړی وي.

– د جنتي حورې دعا:

«اللَّهُمَّ أَعِنْهُ عَلَى دِينِكَ، وَأَقْبِلْ بِقَلْبِهِ عَلَى طَاعَتِكَ، وَبَلِّغْهُ إِلَيْنَا بِعِزَّتِكَ، يَا أَرْحَمَ الرَّاحِمِينَ»

ژباړه: اې الله پاکه! ستا پر دین  د هغۀ مرسته وکړه، د هغۀ د زړه پۀ ملتیا ستا و پیروي ته را مخامخ کړه، موږ ته یې پۀ خپل عزت سره را ورسؤه.

اللهم ارزقنا الجنة، ونِعَمها بعزتك و كبريآئك؛ يا مجيب دعوات المضطرين!

نور بیا …

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورزاد
میلمه
نورزاد

ښکلی مضمون. الله درته اجر درکړی او دا ټول نعمتونه چه دلته ذکر شوی دی ستا نصیب کړی.