د روژې اړوند د ځینې مسائیلو وضاحت!!!

محمد عمر حماد

د روژې(صوم)تعریف:- صوم عربي کلیمه ده چې د یو شي څخه ځان بندولو او پرهیز ته ویل کیږي لکه قران عظیم الشان کې الله تعالی مریم علیها السلام ته حکم کوي

فَقُولِىٓ إِنِّى نَذَرْتُ لِلرَّحْمٰنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا
مریم ۲۶
دلته د صوم څخه مراد ځان خبرو نه بندول او چوپوالی ده
(الجواهرالحسان فی مسائل الصیام و رمضان)

د روژې(صوم) شرعی تعریف:- هو الامساک عن المفطرات من طلوع الفجر الی غروب الشمس مع نیة التعبد لله عزوجل
المجموع۶/۲۴۸،المغني۳/۸۴
ژباړه: دالله تعالی د بنده ګي په اراده باندې د سبا د راختلو څخه تر لمر ډوبېدو پورې د روژه ماتونکو شیانو څخه پرهیز ته په شریعت کې روژه ویل کیږي.

د روژې رکنونه:

روژه یو رکن لري چې د فرج او خیټې د شهوتونو څخه پرهیز کول دي د مالکي او شافعي علماو په نزد یې دوهم رکن هم شته چې هغه د شپې نیت کول دي.

د روژې وخت:د سبا راختلو څخه تر لمر ډوبېدو پورې
ـــــــــــــــ
د روژې مشروعیت او حکم: روژه د هجرت په دوهم کال باندې مشروع شوه کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات کیده نو د رمضان نهه روژې یې نیولې وې(زادالمعاد۲/۳۹)

روژه د اسلام د اساسي رکنونو څخه یو رکن او د فرایضو څخه یو فرض ده چې فرضیت یې په قران،سنت او اجماع سره ثابت ده.

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
البقره ۱۸۳

ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي.

د روژې د وجوب شرطونه: د روژې د فرضیت لپاره لاندې شرطونه لازمي دي

۱ ـ اسلام

۲ ـ بلوغ

۳ ـ عقل

۴ ـ قدرت

۵ ـ اقامت

د روژې د صحت شرطونه:

۱ ـ له حیض او نفاس څخه پاکوالی
۲ ـ نیت کول.

د روژه ماتي او پیشمني احکام او آداب!

دپېشمني فضیلت: (۱)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي تاسو پیشمنی کوئ بیشکه په پېشمني کې برکت ده.
متفق علیه

(۲)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې زموږ او د اهل کتابو د روژې جدائي د پېشمتي خوراک کول دي معنا داچې هغوي به پېشمني خوراک نه کوه.

رواه مسلم و ترمذی

بهترین پېشمنی: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي د مؤمن بهترین پېشمنی کجورې دي.
رواه ابوداود و ابن حبان

د پېشمني ادنی مرتبه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي تاسو پېشمنی کوئ اګرکه په یو غوړپ اوبو سره وي.
رواه ابن حبان و ابی یعلی

د رسول الله د پېشمني وخت: د زید بن حارث رضی الله عنه څخه روایت ده هغه فرمایل موږ له رسول الله سره پېشمنی وکړ بیا موږ لمونځ ته پاڅیدو ما وویل د آذان او پېشمني ترمنځ څومره وخت وو؟هغه وفرمایل دپنځوسو آیاتونو د تلاوت په اندازه وخت.
متفق علیه
ـــــــــــــــــ
په پېشمني کې ورستوالی سنت ده:ـ

(۱) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل چې کله عبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه آذان وکړ تاسو خوراک او څښاک کوئ او چې کله بلال رضی الله عنه آذان وکړ تاسو بیا خوراک او څښاک مه کوئ،انیسة رضی الله عنها فرمایي چې موږ کې به د یوه تن د پېشمني وخت لږه برخه وخت پاتي وو هغه به بلال رضی الله عنه ته ویل لږ مهلت وکړه تر دې چی زه له خپل پېشمني څخه فارغ شم.

رواه نسائی و احمد و ابن حبان

(۲)رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل همیشه به زما امت په خیر کې وي تر څو چې په هغوي په پېشمني کې وروستوالی کوي او په روژه ماتي کې مخکې والی کوي.
رواه احمد

کله چې دسهار آذان کیږي او د یوه تن په لاس کې د خوراک لوښی وي نو تر هغې دی لوښی پرځمکه نه ږدي تر څو ترې خپل حاجت پوره نه کړي.

دلیل: رسول الله فرمایلي دي کله چې یو تن ستاسو څخه آذان واورئ او د خوراک لوښی د هغه په لاس کې وي هغه دی نه ږدي تر دې چې خپل حاجت پوره کړي.
رواه ابوداود و حاکم

د روژه ماتي احکام او آداب

د وصال څخه منعه والی:- وصال دې ته وایي چې روژه دار په روژه ماتي کې روژه ماته نه کړي او پېشمنی هم ونه کړي او بله روژه ورسره یو ځای کړي دا طریقه مکروه ده.

ابن عمر رضي الله عنه فرمایي چې رسول الله د وصال څخه منعه کړې ده، هغوي ورته وفرمایل چې ای رسول الله ته خو وصال کوي رسول صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل بیشکه زه تاسو کې د یو تن په شان نه یم بیشکه ماته زما رب خوراک او څښاک راکوي.

متفق علیه.

تر پېشمني پورې وصال:- رسول الله فرمایل تاسو وصال مه کوئ پس کوم یو چې ستاسو اراده لري چې وصال وکړي نو تر پېشمني پورې دی وصال وکړي. رواه البخاری و ابو داود

د روژه ماتي وخت:- رسول الله فرمایل کله چې شپه رامخامخ شي او ورځ شا وکرځوي او لمر ډوب شي پس یقیناً روژه دار باید روژه ماته کړي. متفق علیه.

د روژه ماتي مخکیوالی بهتر ده:– (۱)رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل همیشه به خلک په خیر باندی وي تر څو چې روژه ماتي کې مخکیوالی کوي. متفق علیه.

(۲) رسول الله فرمایل همیشه به زما امت زما په طریقه وي تر څو چې هغوي خپل روژه ماتي کې د ستورو د راختلو انتظار نه کوي. رواه ابن حبان و الحاکم

(۳)رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل چې الله تعالی فرمائي بیشکه زما په بنده ګانو کې ماته محبوب هغه بنده ده چې روژه ماتي کې مخکیوالی کوي. رواه احمد و ترمذی
ـــــــــــــــــــــ
روژه ماتی په کجورو که هغه نه وي نو پر اوبو:-
له انس رضي الله عنه څخه روایت ده چې رسول صلی الله علیه وسلم به د لمونځ څخه مخکې په تازه کجورو باندې روژه ماتوله که هغه به نه وو بیابه یې په وچو کجورو ماتوله که هغه به هم نه وو بیابه یې په اوبو سره ماتوله.
رواه احمد و ابوداود و ترمذی
ــــــــــــــــــــــ
د روژه ماتي د وخت دعا:-

اللهُمَ اِني أسألُک بِرَحمَتِکَ الَّتي وَسِعَتٌْ کُلَّ شَيءٍ أن تَغْفِرَلِي رواه ابن ماجه
ژباړه: اې الله تعالی تاته ستا په هغه رحمت سوال کوم چې تا هر څیز پراخه کړي چې ماته زما ګناهونه معاف کړه.
ــــــــــــــــــــــ
د روژه دار د روژه ماتي پر وخت لاندې دعا لوستل:-
ذَهَبَ الظَّمَأُ وَبْتَلَّتِ الْعُرُقُ وَ ثَبَتَ الأَجْرُ اِن شَاءَ اللهُ  رواه ابوداود و نسائي.
ـــــــــــــــــــــ
تنبيه:- کومه دعا چې (بسم الله اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت)

امام ابوداود په خپل سنن کې نقل کړې ده لکن هغه روایت مرسل ده ځکه معاذ ابن زهره وایي چې ماته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه رارسېدلې ده لکن هغه صحابي نه وو.

همدارنګه امام الطبراني په معجم الکبیرکې د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه په روایت سره نقل کړې ده لکن هغه روایت ضعیف ده ځکه په هغه سند کې عبدالمالک بن هارون ده او هغه ضعیف ده (مجمع الزوائد۳/۱۵۶)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د