د سره صليب عمومي مرستيال له ملا برادر سره ليدلي

له ښي لوري لومړی ملا عبدالغني برادر

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): د سره صليب نړيوالې ادارې عمومي مرستيال جيل کار بونير د يو پلاوي په مشرۍ په قطر کې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين له لوري رسنيو ته په لېږلې خبر پاڼه کې راغلي چې د سره صليب ټولنې عمومي مرستيال جيل کاربونير له ملا عبدالغني برادر سره په ليدنه کې په افغانستان کې د سره صليب په فعاليتونو خبرې اترې وشوې.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې دواړو مشرانو په افغانستان کې په بشري برخه کې د مرستو او همکارۍ د اړتيا خبرې کړه ده او ويلي يې دي چې په افغاانستان کې بايد بشري مرستو او همکاريو ته ډېره توجه وشي.

د سره صليب عمومي مرستيال په داسې حال کې د طالبانو له سياسي مرستيال سره ګوري چې طالبانو د تير اپريل په يوولسمه نېټه په افغانستان کې د سره صليب ادارې په فعاليتونو بنديز لګولی و.

طالبانو ويلي وو چې د سره صليب اداره او ځينې نورې مرستندويه ټولنې په افغانستان کې خپل فعاليتونه په سمه توګه نه تنظيموي نو په همدې وجه پرې بنديز لګول شوی دی.

طالبانو هغه مهال په خپله اعلاميه کې ويلي وو چې د سره صليب نړیواله اداره او د روغتيا نړيوال سازمان په خپلو هغو ژمنو نه دي ولاړ چې د خپلو فعاليتونو په اړه يې له اسلامي امارت سره کړې وې.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د تيرې ورځې ناسته کې به د يادې ادارې د فعاليتونو د ځنډېدو په اړه د دواړو لوريو ترمنځ څه ويل شوي وي.