په فیسبوک، واټساپ او انسټګرام کې نوي بدلونونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د مارک زوکربرګ تر ملکیت لاندې د نړۍ مشهور او زیات استعمالیدونکي ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک، واټساپ او انسټګرام) کې ځینې مهم بدلونونه رامنځته شوي دي.

فیسبوک، واټساپ او انسټګرام اوسمهال په نړۍ کې درې داسې ټولنیزې رسنۍ دي چې زیات استعمالوونکي لري، مارک زوکربرګ په دې کاریالونو کې د نویو بدلونونو اعلان کړی.

فیسبوک

فیسبوک په تېره نږدې کې داسې ځانګړتیا وړاندې کړې چې د میسنجر په یوه ګروپ کې به دوه کسان وکولای شي یو بل ته په داسې حال کې پیغامونه واستوي چې دریم کس یې ونشي کتلای، ددې لپاره په همدغه ګروپ کې د «رومانس» په نوم پروفایل جوړول په کار دي.

واټساپ

واټساپ اوسمهال په نړۍ کې د پیغام استولو تر ټولو ستر کاریال دی، د واټساپ چارواکو په دې کې د امنیت خوندیتوب په اړه نوې ځانګړتیا وړاندې کړې ده، که چیرې غواړئ په بل مبایل کې همدغه واټساپ استعمال کړئ نو ددې کوډ غوښتلو لپاره د هماغه شمېرې اړتیا نه پېښیږي بلکې که په کورنۍ کې د کوم بل کس شمېره ورکړل شي هم کوډ راغوښتل کیږي.

مثلا که غواړئ په افغانستان کې استعمالوونکی واټساپ په پاکستان یا کوم بل هېواد کې هم استعمال کړئ نو په دغه هېواد کې د کوم کورني غړي په شمېرې ورکولو سره له واټساپ څخه کوډ راوغواړئ او زوړ واټساپ مو استعمال کړئ.

انسټګرام

انسټګرام په عام ډول د عکسونو خپرولو لپاره کاریږي چې په میاشتني ډول له یو ملیارد څخه زیات فعال استعمالوونکي لري، دغې کاریال داسې ځانګړتیا وړاندې کړې چې د عکس خپروونکي څخه پرته به بل څوک نشي کولای د نوموړي د عکسونو خوښونکو شمېره وګوري.

همدا ډول انسټګرام د روژې مبارکې میاشتې په خاطر نوې ځانګړتیا دا وړاندې کړې چې د عکس خپرولو پرمهال په کې د روژې مناسبت سره سم د روژې میاشتې نښې یا په عربي او انګلیسي ژبه ددغې میاشتې مبارکي ولیکلی شي، ددې لپاره انسټګرام د #MonthOfGood په نوم هاشټاګ هم خپور کړی دی، تر څو د روژې په اړه څیزونو خپرولو سره دغه هاشټګ وکارول شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د