
فراه: د ګډو ځواکونو د بمبار له امله درنه ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختي بمبارۍ له کبله څه کم سلو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د بکواه ولسوال عبدالغفورمجاهد وایې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډ بمبار کې چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ په آشکین، چربک او نورو سیمو کې ترسره شوې؛ د۵۰ په شاوخوا کې ولسي کسان شهیدان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
بل پلو د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب، دغه سخت بمبار تائید کړی چې په وینا یې د بهرنیانو په مرسته ترسره شوی، خو ادعا یې کړي چې په نښه شوي وګړي ټول طالبان دي.
د امنیه قومندانۍ دغه چارواکي دا هم ویلي چې په بمبار کې یې د نشیي توکو یو شمېر فابریکې هم په نښه کړي دي.
خو د سیمې عام خلک بیا دا ادعا پروپاګند بولي او زیاتوي چې د پیښې پر مهال، په یادو سیمو کې هیڅ وسلوال طالب شتون نه درلود.
ځایي خلک وایي، الوتکو د بکوا ولسوالي په نداشکین، چربک، پنجشنبي بازار، شنبي بازار، پلوشي، نیک محمد دکانو او سپين کاریز سیمو کي د ملکي خلکو کورونه، باغونه، او کروندې له یوې مخي تر سخت بمبار لاندي ونیول، چې په وینا یې له توپیر پرته یې هرڅه په نښه کړي او خورا دروند انساني او مالي زیان یې رامنځ ته کړ.
چي په وینا یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱ تنه شهیدان او ۲۶ زخمیان له خاورو او لوټو څخه را ایستل شوي، د خلکو په وینا ویره شته چې تلفات تر دې هم زیات شي.
الهي څه وکړو پر ملک مو چنګيزيان واکمن دي غاور يې نسته پر کافر امريکايان واکمن دي پردو مو سخته په وژلو سينې يخي کړلې پر مال او سر مو څو بې پته رذيلان واکمن دي يو شمېر ارذال يې وجرګو ته ځي ملاتړ يې کوي وايي ډېر ښه دی چي پر موږ دا ټيټ کسان واکمن دي عالمان څه کوو چي موږ ته دين، غيرت را ښيي ښه دی پر موږ چي دا بې دين سيکولران واکمن دي موږ پر پيسو مين پيسې غواړو نور هيڅ نه غواړو خوښ يو پر موږ چي د ډالرو خاوندان واکمن دي خطاوتلي… نور لوستل »
وایی جرم چه ډیر او عمومیت تر کچی ورسیږی قانونیت تر لاسه کوی، امریکا کی له اوله قوی شراب ( لیکر ) جوړول ، خرڅلاوو او چښل بند وو عمومیت یی پیدا کړو قانونیت یی ترلاسه کړو، مروانه او چرس جوړول بند وو اوس یی قانونی بڼه تر لاسه کړه همجنسبازی بنده وه اوس قانوی یو له بله سره ودونه کوی ، په مظلوم بشریت باندی د امریکا او نوری استعماری تلوالی وحشیانه بریدونه عام شوی بمباردنه د تمرین له مخی کوی چه یو بم کی څه اچول شوی چه څومره کورونه کندواله او خلک وژنی یعنی د بمونو جوړولو… نور لوستل »
یا منتقمه ربه ته د کفارو ظالمانو بیړۍ چپه کړی.
هغه بوړګان دلالان چی تر څنګ یی ولاړدی هیڅ ضمیر وجدان ایمان غیرت نلری.
د خپل وطن په غیږ د پردو ګټو ته ژمنه
ایا دا د خپلی مور په سر سودا ده او کنه؟
ټول مسلمان ملت مسولیت لرو چی د خپلو بی وسه مسلمانانو وروڼو هر اړخیز دفاع او تعاون وکړو.