روژه له موږ څخه څه غواړي؟ ـ «څلورمه برخه»

لیکوال ـ شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن ـ محمد عمر حماد

د رمضان په سم ډول استقبال(ښه راغلاست) کول!

نن ورځ اسلامي نړۍ کې یو عمل رواج شوی دی چې منشاء او پیل یې عربي هیوادونو په خصوصي ډول مصر او سوریه ده. دا عمل نورو هیوادونو ته حتی تر دې چې زموږ هیواد ته هم را ورسېده. هغه عمل د رمضان له را رسېدو د مخه د هغه استقبال او ښه راغلاست لپاره محافل جوړول دي. له رمضان څخه یو یا دوه ورځې د مخه جلسې جوړېږې چې هغه جلسو کې د قرآن تلاوت او تقریرونه تر سره کېږي.

له دې ډول جلسو څخه د دوی هدف دا دی چې موږ رمضان المبارک ته ښه راغلاست وایو. د رمضان استقبال او ښه راغلاست پر دې ډول ذوق او شوق سره ښه ده مګر دغه جذبه او شوق چې کوم وخت له حد څخه تیری وکا نو د بدعت شکل ځانته خپل کا. په داسې حال کې چې ځینې برخو کې یې د بدعت شکل خپل کړی هم ده. د رمضان المبارک حقیقي استقبال او ښه راغلاست په دې ډول ده چې په لږ تغیر سره خپل د ورځنیو کارونو مهال ویش ته تغیر ورکړو او داسې ترتیب شي چې ډیری برخه یې د الله تعالی په عبادت کې مصرف شي. مخکې له رمضان څخه باید دا فکر وکړل شي چې رمضان المبارک خو را ورسېده نو څنګه کولای شم چې خپلې ورځنۍ چارې کمې کړم. که یو څوک په کامل ډول ځان د عبادت لپاره فارغ کړي نو سبحان الله له دې خو به غوره خبره بله نه وي. او که په کامل ډول ځان د عبادت لپاره نه شي فارغ کولای نو ودې ګوري چې کارونو کې یې دا ډول کارونه شتون لري چې د یوې میاشت په اندازه یې ترک کړي، نو که وي ترک دې کړي. په دې فکر کې دې وي چې څنګه وکولای شي تر څو د رمضان المبارک ډیری برخه په عبادت کې تېره کا. زما په نظر د رمضان المبارک حقیقي استقبال او ښه راغلاست همدغه ده. که دا ډول کار یې تر سره کړ نو ان شاءالله چې د رمضان المبارک روح، انوار او برکات به حاصل او تر لاسه کړي او که داسې نه وي نو رمضان به راځي او ځي او موږ به ګټه ترې تر لاسه نه کړو.

له روژې او تراویحو څخه پورته یو بل ګام!

کله چې رمضان المبارک کې له نورو کارونو څخه ځان فارغ کړئ نو اوس به دغه فارغ وخت په څه کې مصرفوئ؟ د روژې اړوند هر څوک پر دې پوهېږي چې فرض ده او د تروایح په اړه هم هر څوک تر خپله حده معلومات لري. مګر زه غواړم ستاسو توجه او فکر د یوه بل مطلب خواته را وګرځوم. د هر کس په زړه کې چې د ذرې برابر ایمان موجود وي نو زړه کې به یې خامخا د رمضان المبارک عظمت، تقدس او احترام ځای لري الحمدلله. نو پر همدې اساس په دې مبارکه میاشت کې تر وروستي بریده کوښښ کوي چې خپلو عباداتو کې زیاتوالی راولي، زیات نوافل وکا. هغه وروڼو چې په نورو میاشتو کې به د پینځه وخته لمونځونو د اداء کولو لپاره په مساجدو که حاضر نه ول، په دې میاشت کې په تر ټولو اوږدو لمونځونو(تراویح) کې برخه اخلي. دا ټول الحمدلله ددې مبارکې میاشتې برکات دي چې خلک عبادت، لمونځ، ذکر او د قرآن کریم تلاوت ته مخه پکې کوي.

یوه میاشت همداسې تېره کړئ!

مګر د نوافلو لکه لمونځ، ذکر، تلاوت القرآن څخه په مقدم ډول نور څه هم وجود لري چې خلک ورته توجه او غور نه کړي. او هغه دا چې دا مبارکه میاشت په ګناهونو سره ناولې نه کړل شي یعنې له موږ څخه ګناهونو ونه شي. په دې مبارکه میاشت کې د سترګو زنا ونه شي، د سترګو او نظر غشي په غلط ځای ونه لګېږي. غوږونه ناروا اوازونه لکه ساز او سرود او غیبت وا نۀ وري. ژبه غلطې خبرې لکه دروغ، غیبت، فحش ونه وایي. په کامل ډول باید د الله تعالی له معصیت او نافرمانۍ څخه لاس واخلئ، باک نه کا که مو یو رکعت نفل نه وي اداء، ډېر تلاوت مو نه وي کړی، ذکر مو نه وي کړی، تاسو بیا هم ددې لیاقت لرئ چې د رمضان مبارکي درته وویل شي. یوولس میاشتې هر ډول اعمالو تر سره کوئ، همدې یوه میاشت کې کوښښ وکړئ چې د ګناه په چټلۍ سره ځانونه ناولي او ککړ نه کړئ، په دې مبارکه میاشت کې د الله تعالی نافرماني مۀ کوئ، دروغ مۀ وایئ، غیبت مۀ کوئ، د سترګو زنا او بدنظري مۀ کوئ، د خپلو غوږونو حفاظت وکړئ، رشوت مۀ خورئ، سود مۀ کوئ، کوښښ وکړئ دا مبارکه میاشت همداسې تېره کړئ.

دا نو څه ډول روژه شوه؟

ماشاءالله تاسې په محبت او شوق سره روژه نیسئ. مګر روژه څه معنا لري؟ د روژې معنا له خوراک، څښاک او جماع څخه مخنیوی ده، روژه کې له دې دریو شیانو څخه ځان ساتنه ضروري ده. تاسو وګورئ دا دری شیان په خپل ذات کې حلال دي. خوراک حلال ده، څښاک حلال ده او له روا لارې څخه د خپلې بي بي سره جماع کول حلاله ده. تاسې د روژې په دوران کې له دې روا او حلالو شیانو څخه ځان ساتئ، نه خوراک کوئ، نه څښاک کوئ، نه جماع، مګر هغه څه چې حرام دي لکه: دروغ ویل، غیبت کول، بدنظري کول، او نور چې په هر وخت کې حرام دي په روژه کې له تاسو څخه همدا ګناهونه کېږي. روژه به یې نیولې وي او دروغ به وایي، غیبت به کوي، بدنظري به کوي، ساز او سرود او غیبت به اوري. روژه به یې نیولې وي عبث به وخت تېروي او ناروا فلمونه به ګوري. دا نو څه روژه شوه؟ حلال(خوراک، څښاک او جماع) یې پرېښودل خو حرام(دروغ، غیبت، بدنظري) یې پرېنښودل!

پر همدې اساس د رسول صلی الله علیه وسلم په مبارک حدیث کې راغلي دي فرمایي: الله تعالی فرمایي: هغه څوک چې په روژه کې له دروغو څخه لاس وانخلي، زه د هغه لوږې او تندې ته اړتیا نه لرم. ددې لپاره چې دروغ د مخه هم حرام ول هغه یې پرېنښول نو د خوراک او څښاک په پرېښودلو سره یې څه شهکاري کړې ده!

د روژې ثواب برباد شۀ!

اګر که د فقهې له نظره یې روژه صحیح ده. که له مفتي څخه وپوښتئ چې ما روژه هم نیولې او دروغ مې هم وویل، مفتي به ځواب کې درته ووائي: ستاسو روژه صحیح ده، پر تاسو قضاء واجب نه ده خو د روژې ثواب او برکات برباد شول ځکه چې تاسو د روژې روح نه ده حاصل کړی.

نور بیا….

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د رمضان په سم ډول استقبال( ښه راغلاست) کول.
پورته جمله له ګرامری نظره مناسبه نه ښکاری.
زما په قاصر نظر باید داسی ولیکله سی:
د رمضان د میاشتی استقبال په ښه توګه.
یا
د رمضان میاشتی ته په ښه توګه ښه راغلئ.