راځئ د ځانونو په بدلون سره اوسني حالت ته بدلون ورکړو!

ډېوه همت لور

اوسمهال چي د نړۍ مسلمانان، په ځانګړې توګه زموږ افغانان د کومو ستونزو , بدمرغیو، دردونو ، کړاوونو، مرګونو او وروسته پاته کېدو سره مخامخ دي، په اړه يې هر انسان ته بېلا بېلي پوښتني پیدا کيږي چي د دې بدمرغیو اصلي لامل څه دی؟ او څنګه کولای سو ځانونه له دې حالت څخه را وباسو؟ لومړی له کومه ځایه شروع وکړو؟ نور به تر کومه په داسي حالت کي شپې سبا کوو؟ دا ټولي هغه پوښتني دي چي په اړه یې ژور فکر کول په کار دی ، خو د انساني عقل او څېړني او تر څنګ يې د اسلامي تاریخ په مطالعه کولو سره د قرآن کریم د لاندي آیت په مفهوم کي فکر کول او بيا د هغه د غوښتنو سره سم کړنه کول موږ له دې ټولو بدمرغيو څخه را باسي.

دغه آيت داسي فرمايي:
﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ﴾ [رعد:۱۱] ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي.

بلې! اوسمهال یوازي د بدلون په مرسته موږ کولای سو چي هر څه ته سمون ور کړو.

نو پوښتنه دا پیدا کیږي چي لومړی باید کوم بدلون او په څه کي راوستل سي؟

لاندي د ځینو هغو اساسي ټکو په اړه څرګندوني کیږي چي د یوه اسلامي ولس په بدلون راوستلو کي زموږ سره مرسته کوي او د سمون راوستو بنسټیز لاملونه ګڼل کیږي:

۱ . له ګناهونو څخه توبه کول او زموږ د اوسني بد حالت د سمون لپاره دعا کول:

د نړۍ ټول آفتونه او ستونزي د ګناهونو په تر سره کولو او د هغو په تکرارولو سره نازلیږي. ګناهونه د ولسونو د نابودۍ او پوپنا کېدو لامل ګرځي او تر څو چې له ګناهونو څخه توبه ونه سي، همدا حالت به دوام لري.

یوازي د زړه له کومي د توبې په کولو سره موږ کولای سو له دې ټولو ناخوالو څخه د خلاصون لار پیدا کړو.

متوجې اوسئ، په قرآن کریم د تیرو ولسونو د پوپنا کېدو یوازنی لامل د ګناهونو کول او د هغو تکرارول او له هغو څخه توبه نه کول وه. د نوح، لوط، هود، صالح علیهم السلام، د فرعون او داسي نورو ولسونو د پوپنا کېدو یوازنی لامل هم دا ګناهونه وه. لوی څښتن فرمایلي دي:

(فَكُلاًّ أَخَذْنَا بِذَنبِهِ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُون) [العنكبوت:40]

ژباړه: نو موږ د دغو ټولو مخکي يادو سوو کسانو هر يو د هغو په کناهونو ونيول (او زموږ په پوپناکوونکي عذاب مو ووژل)؛ له دوی څخه مو پر ځينو(د لوط پر قوم) د پخې، ډبره ګرځېدلي خټي تېږي واورولې. ځيني (د صالح قوم او د شعيب قوم) يوې (وژونکي) چيغي (د عذاب سخت هلاکوونکي آواز) ونيول (مرګونی اغېز يې پر وکړ). همداراز مو له هغو څخه يوتن (قارون د هغه د کور سره يو ځای) په ځمکه ننايست. ځيني (د نوح قوم او فرعون او هامان) مو په اوبو کي په ډوبېدو سره ووژل.

الله هيڅ داسي نه دی چي (بې له کومي ګناه يې) د هغو په وژلو سره ظلم پر کړی وو، خو هغو خپله (د ګنهونو په تر سره کولو سره) پر خپلو ځانونو باندي ظلم وکړ (او د عذاب وړ وګرځېدل).

فکر وکړئ ! تر څو چي یو مسلمان په عبادت او د اسلام او مسلمانانو په چارو او د هیواد د پرمختګ لپاره په کار او چوپړ بوخت وي، هغه به کله هم لهو لهب او ګناه کولو ته وخت ولري ؟ وايي بې کاري د شیطان ځاله ده، نو راځئ چي د لوی څښتن په دربار کي لاسونه لپه کړو او نور د ګناهونو په نه کولو سره ځانونو ته بدلون ورکړو او نور پر ځانو باندي د ظلم کولو څخه ډډه وکړو. اوسمهال ناهیلي په کار نه ده، بلکي د یونس علیه السلام هغه دعا په یاد کړئ چې د بحر، کفر او د کب د نس په درو سرو تورو تیارو کي یې کړې وه :

﴿ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ (87)﴾ [الانبياء:۸۷] ژباړه: (ای الله) له تا پرته بل (پر حق) معبود نسته، ته له هره عيبه پاک او منزه يې. بې شکه چي زه له ظالمانو څخه يم“.

۲. د لوی څښتن په کتاب منګولي لګول او د دې مسلمان ولس تر منځ د اتحاد او ورور ولۍ جذبه راویښول:
مسلمان ولس د نړۍ تر ټولو ستر او با عزت ولس دی. او د عزت او ستر توب یوازنی دلیل یې د لوی څښتن په کتاب د هغو منګولي لګول او د هغه عملي کول دي او تر څنګ يې د ﴿ اِنَّمَا الۡمُؤۡمِنُوۡنَ اِخۡوَۃٌ ﴾ قرآني شعار ځانګړتیا ده. کله چي مسلمانانو اتحاد او اتفاق در لود په مرسته يې اسلامي خلافت رامنځته سو او پېړۍ ـ پېړۍ يې دوام وکړ. موږ اوس هم خپل دغه برم بېرته را ژوندی کولای او ان د نړۍ واک تر لاسه کولای سو، خو چي په قرآن کريم لکه څنګه چي ښايي عمل وکړو او د مسلمانانو تر منځ اخوت او ورورولي راولو. د مسلمانانو د همدې ورورولۍ او اتحاد له امله ټوله نړۍ د مسلمانانو څخه په وهم کي وه، خو نن د مسلمانانو بې اتفاقي د ټول اسلامي ولس د دغسي سره پاشل کېدو لامل سوې ده. نو راځئ چي خپلو افکارو ته بدلون ورکړو ، په ځانو کي بدلون راولو، څو خدای وکړي بیرته د پخوا په شان يو واحد قوت سو.

۳ . د عزت او شرف د تر لاسه کولو لپاره همت او ټینګ هوډ کول:

اسلام هغه یوازنی دین دی چي خپلو پيروانو ته عزت او شرف ورکوي. خو باید په یاد ولرو چي په عمل کي د هر ولس عزت او ذلت د هغو په خپل لاس کي دی. له د غو دوو څخه یو غوره کول د ولس کار دی. لوی څښتن موږ ته عزت راکړی دی، خو موږ یو چي په ځانو نه پوهیږو خپل عزتونه مو له لاسه ورکړي دي او ځانونو ته مو ذلت غوره کړی دی. دا ځکه چي په همت ، عزم او اراده کي مو سستي راغلې ده او د ټیټ ژوند په کولو عادت سوي یو.

له قرآن کریم څخه لیري توب او د اسلام د بنسټیزو موخو سره نابلدتیا او زموږ له اصلي رسالت څخه بې خبرتیا زموږ د عزت د کمښت لامل ګرځي.

نو همت وکړئ او ټینګ عزم ولرئ او د واقعي عزت د لاسته راوړلو لپاره هڅه وکړئ. د لوی څښتن له دربار څخه د ولس د سوکالۍ او عزت غوښتنه وکړئ. ځکه پرته له هغه پاک ذات څخه د عزت تر لاسه کول شونی نه دی.

د بل ظلم پر ځانو منل، د کفر او طاغوتانو تر سلطې لاندي اوسېدل، د جني او انسي شیطانانو پیروي کول، د ظالمانو سره مرسته کول او ظلم يې پر ځان منل دا ټول د ذلت او پستۍ نښانې دي چي له بده مرغه اوس موږ ورسره عادي سوي یو.

اوس اوبه زموږ تر ستوني رسېدلي دي، د ژوند بېړۍ مو د ډوبېدو خواته روانه ده او موږ لا د خپلي ژغورني لپاره نه لاس په لار کيږو، نو دمخه تر دې چي سل په سل کي مو دا او هغه دنيا خرابه سي راځئ چي د ذلت طوق نور له غاړي وباسو او د عزت او مناعت نفس ژوند کوم چي د اسلام او قرآني احکامو او نبوي سنتو سره سم ژوند دی غوره کړو . له اسلام څخه پرته يا له اسلامي او افغاني ارزښتونو پرته ژوند خو دادی د ذلت تر دې مهلکي پولي راورسولو، نو بايد پوه سو چي خير مو په دې حالت کي نه ، بلکي په اسلام کي دی.

عمر بن خطاب رضي الله عنه څه ښه فرمایلي دي:
« إِنَّا كُنَّا أَذَلَّ قَوْمٍ فَأَعَزَّنَا اللَّهُ بِالْإِسْلَامِ فَمَهْمَا نَطْلُبُ الْعِزَّةَ بِغَيْرِ مَا أَعَزَّنَا اللَّهُ بِهِ أَذَلَّنَا اللَّهُ» . المستدرك على الصحيحين، ۲۰۷ شمېره حديث. او د کتاب ليکوال يې په اړه ويلي دي: ” هَذَا حَدِيثٌ صَحِيحٌ عَلَى شَرْطِ الشَّيْخَيْنِ“.
ژباړه: موږ ډېر خوار او ټيټ خلک وو، بيا موږ ته الله په اسلام سره عزت راکړ، نو کله چي پرته له هغه چي الله عزت په راکړی دی، عزت وغواړو، خوار او ذليل به مو کړي.

۴. د لوی څښتن له دربار څخه نه ناهیلي کېدل او پر لوی څښتن توکل کول:

په اوسني حالت کي بدلون نه راوستلو ته اقدام نه کول او د حالاتو وضیعت ته بدلون ورکول سخت ګڼل، د لوی څښتن له دربار څخه ناهیلي کېدل دي. د ناهیلۍ یو ستر خطر دادی چي انسان له هر ډول بدلون او نوښت څخه لیري ساتي او د انسان په همت او عزم کي سستي رامنځته کوي. په داسي حال کي چي اسلام د هیلي، امید او بشارت دین دی. په ستونزمن حالت کي هیله او امید د مسلمان وسله ګڼل کیږي . کله چي ابو بکر صدیق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د ثور په غار کي قریش ولیدل چي دوی ته نژدې سوي دي، نو لږ پرېشانه سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل چي هغوی خو تر دې ځایه راورسېدل. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

﴿ لا تحزن ان الله معنا ﴾ [ توبه: ۴۰ ] ژباړه: :”خوا بدی کېږه مه ، الله (په خپل نصرت او ملاتړ سره) زموږ سره دى“.

که چیري موږ په ځان کي د بدلون راوستو اراده وکړو، ناهیلي خپله له منځه ځي. پر لوی څښتن اعتماد کول او هیله درلودل د مسلمان ولس په بریالیتوب کي ستر رول لري. د انسانیت تاریخ ته په کتو سره دا عقیده رامنځته کیږي چي په وچ دښت کي د نوح علیه السلام د بېړۍ جوړول، پر لوی څښتن توکل کول وه. د یونس علیه السلام اوبو ته ځان اچول پر لوی څښتن اعتماد او توکل کول وو. د موسی علیه السلام په بحر ګډېدل پر لوی څښتن توکل کول وو. اوس نو بیرته همدې آيت ته ورګرځو او ور څخه د خپلي ژغورني وسیله مومو:

﴿ إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ ﴾ [رعد:۱۱] ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي.

مه وایاست چي هیچ هیله او امید نسته ، بلکي پر ځانونو اعتماد ولرئ، په ځانونو کي خوځښت او تحرک راولئ ، د حالاتو د بدلون په تکل کي سئ او پر لوی څښتن توکل وکړئ. لوی څښتن فرمایلي دي:

(وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (173) [الصافات،171 – 173]

ژباړه: او په يقيني توګه زموږ د ژمني په باب زموږ پرېکړه او خبره (چي هيڅ خنډ نه پکښي راځي او هيڅ نه رديږي) له وړاندي څخه لا (د پيغمبرانو په توګه)زموږ د استولو سوو بنده ګانو په اړه (ثبت او مسلمه) سوې ده چي دوی (پر خپلو دښمنانو باندي په هغو دلايلو او ځواک سره چي پر دوی مو پېرزو کړي دي) بری موندونکي دي اوحقيقت دادی چي زموږ د (هغه) پوځ مجاهدين به (چي د الله په لار کي جګړه کوي) خامخا (پر خپلو دښمنانو باندي په ټولو ډګرونو کي ) برلاسي وي (، څو د الله وينا، يعني: د اسلام دين او د الله توحيد ته د بلني وینا لوړه او برلاسې وي).

پای