غزل: شرافت وياړ

شرافت وياړ

ورو ورو مې وتلې اوس مې سم له یاده ووتې
یاره په کوم خوا شوې تری تم له یاده ووتې

پیره په لېمو کې د یو چا تصویر هم نه ساتم
پیره یار مې هېر شو ته مې هم له یاده ووتې

اوس دې پر زړه درد نشته پر شونډو دې موسکا وینم
کړی دې څه چل دی چې د غم له یاده ووتې

اوس دې ماشومان زما له نوم سره نوم نه اخلي
اوس د هر سړي او د ټول چم له یاده ووتې

ویاړه نور مې نه را پر زړه کېږې هڅه مه کوه
اوس مې د ژباړې او د قلم له یاده ووتې