افغانستان

میدان وردګ، غزني او تخار کې پولیسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

طالبان وايي؛ په میدان وردګ، تخار او غزني ولایتونو کې یې د بریدونو په مهال ۷ پوستې نیولې، ۶۳ عسکر او پولیس یې وژلي او ګڼ شمېر مهمات یې لاسته ورغلي.

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې «لومړی د چک ولسوالۍ مدادو او بمبای سیمو کې ۴ پوستې فتحه شوې چې ورپه کې ۲۳ تنه عسکر وژل شوي، ۳ننه ژوندي نیول شوي، همدا ډول له دښمن څخه ۱ هاموې ټانک، ۱۹ میله کارمولي امریکايي ټوپک، ۴ میله پيکا ماشیندار، یوه قبضه راکټ لانچر، یو میل دهشکه،  له ډیرو مهماتو او نظامي توکو سره تر لاسه شول، یو بل هاموې ټانک او یو عراده رینجر موټر له منځه یوړل شول، مجاهدین تلفات نه لري، ورسره په څنګ کې د سیدآباد ولسوالۍ سالارو سیمه کې له دښمن څخه ۲ پوستې فتحه شوې، ۲۰ تنه عسکر وژل شوي، ۱ تن ژوندي نیول شوی، ۸ میله شل ډزې، ۴ میله پیکا ماشیندار، یوه قبضه راکټ لانچر او خورا ډير مهمات ترلاسه شول».

اعلامیه وړاندې زیاتوي « بلې خوا تیره شپه د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ اکبرباغ سیمه کې د مزدور دښمن یوه پوسته فتحه شوه، ۶ پولیس وژل شوي، وسلې ترې تر لاسه شوي دي، همدا ډول د چرسیها په نامه یوه بله پوسته باندې هم عملیات وشول چې ۴ تنه پولیس په کې وژل شوي، په پيښه کې هیڅ مجاهد ته زیان نه دی اوښتی».

د اعلامیې په بنسټ؛ همدا راز د غزني ولایت مقر ولسوالۍ مرکز ته نیږدې خلیج سیمه کې د دښمن په پوستو او کومکي قطارونو بریدونه او چاودنې  وشوې چې له امله يې یوټانک مکمل ویجاړ شوی، ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان دي.

یاده دې وي چې؛ تر اوسه د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x