افغانستان

لغمان؛ د الينګار امنيه قومندان په ګډون شپږ عسکر په چاودنه کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ د امنيه قومندان په ګډون شپږ عسکر وژل شوي دي.

سيمه ييز خبريالان وايي چې د الينګار امنيه قومندان محمد عارف سادات موټر نن غرمه هغه مهال د الينګار ولسوالۍ په مسکين اباد سيمه کې د سرک غاړې په ماين وربرابر شو چې نوموړی په ګزمه بوخت و.

په دې چاودنې کې له امنيه قومندان سره ددې ولسوالۍ د مخابرې امر، له تروريزم سره د مبارزې مدير او درې تنه نور د امنيه قومندان ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي هم چاودنه او ياده مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x