افغانستان

تخار: د طالبانو بريد کې اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې اته تنه اربکيان د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.

د تخار د والي وياند محمد جواد هجري رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه ناوخته د درقد او خواجه بهاء الدين ولسواليو ترمنځ د چرسيانو په نامه د اربکيانو په پوستې بريدونه کړي دي او اته تنه اربکيان يې وژلي دي.

هجري ويلي دي چې د اربکيانو په پوستو بريدونو څو ساعته دوام وکړ چې په نتيجه کې يې اته تنه اربکيان وژل شوي دي.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا په دې ولسوالۍ کې په دوو امنيتي پوستو د بريدونو خبر ورکوي.

مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې طالبانو د خواجه بهاء الدين ولسوالۍ د اکبر باغ په سيمه کې د اربکيانو يوه پوسته نيولې او شپږ اربکيان يې وژلي دي.

همدا راز نوموړی زياتوي چې د يادې ولسوالۍ د چرسيانو په پوسته هم طالبانو بريدونه کړي دي او څلور تنه پوليس يې وژلي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x