
کابل؛ د ولسي جرګې ټاکنو اړوند د شکایتونو څېړنه پای ته رسېدلې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسؤلین وايي، د کابل ولایت د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو اړوند شوي شکایتونه يې څېړلي او پرېکړه يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلې ده.
د دې کمیسیون منشي او کمیشنر محمد قاسم الیاسي نن رسنیو ته وویل، خپله وروستۍ پرېکړه يې پرون «دوشنبه» د ټاکنو کمیسیون ته سپارلې ده.
شاوخوا اوونۍ وړاندې دې کمیسیون اعلان وکړ، چې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې لغوه دي او رايې د درېیم ځل لپاره باید له سره وشمېرل شي.
د ولسي جرګې ټاکنې چې د تېر کال په مني کې شوې وي، له نږدې نهه میاشتې ځنډ وروسته يې لا هم د کابل ولایت د نوماندانو برخلیک څرګند نه دی.
سره له دې هم محمد اشرف غني له دوه میاشتني ځنډ وروسته د ولسي جرګې اوولسمه دوره پرانیسته، خو لا هم دې جرګه کې د کابل د خلکو استازي درک نه لري.
د شنونکو په باور په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د حکومت مداخله او د زورواکو د زور استعمال هغه څه دي، چې د دې کمیسیونونو مسؤلین د سلګونو تنو نوماندانو له ډلې د ۳۳ څوکیو لپاره د چا د بریا غږ نهشي کولی.
د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۷ل کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه وشوې، چې د چارو د څارونکو په نظر ولسي باور یې له صفر سره ضرب کړ.