ناټو: افغانستان به بیا د جنګیالیو پر مرکز نه بدلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ ويلي، دوی به بیا پرې نه ږدي، چې افغانستان د اسلامي جنګیالیو پر خوندي ځای بدل شي.

هغه ترکیه کې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره خبرو کې د ناټو تر چتر لاندې د هغه هېواد ماموریت ستایلی او افغانستان کې يې د ګډ ماموریت ترسره کېدو نه مننه کړې ده.

سټولنټبرګ زیاته کړې، ترکيې افغانستان کې مرسته کړې او د دې مرستې پایله به دا نه کېږي، چې افغان خاوره به یو ځل بیا د جنګیالیو پر مرکز بدله شي.

دا په داسې حال کې دی چې قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو اترو یوه موضوع هم د بل چا له لوري د امریکا پر ضد د افغان خاورې نه استعمال دی.

دا خبرې چې له یو ورځني ځنډ وروسته يې ځينو سرچینو نن یو ځل بیا د پيلېدو خبر ورکړی دی، د راپورونو له مخې دواړه اړخونه هوکړې ته سره په نږدې کېدو ښکاري.

وړاندې تر دې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و، چې دې ځل خبرو اترو کې به يې ډېر تمرکز د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر جزییاتو وي.

امریکا او طالبان د پنځم پړاو خبرو کې هم دې هوکړې ته رسېدلي و، چې بهرني ځواکونه به بشپړه کمپله ور ټولوي او طالبان به دا تضمین کوي چې راتلونکی افغانستان به د امریکا پر ضد د بل چا له لوري نه استعمالېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میلمه
میلمه
میلمه

سوله مو د ژوند ارمان ده، او یو داسي شی ده چي تر اوسه مي نه ده لیدلې که راغله