افغانستان

اجراییه ریاست: د طالبانو او امریکا د خبرو پایلو ته مو سترګې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): اجراییه ریاست وايي، د طالبانو او امریکا د روانو خبرو اترو پایلو ته يې سترګې نیولې، که خلیلزاد وکولی شي، حکومت هم له طالبانو سره مخامخ کېنوي.

د دې ریاست ویاند امید میثم وايي، خلیلزاد پر دې ټینګار کوي چې طالبان له حکومت سره خبرو ته قانع کړي او دوی هم ورته هیله لري.

هغه د دې هیلې تر څنګ ویلي، چې حکومت د یو پلاوي پر جوړولو بوخت دي چې ټول‌شموله به واوسېږي.

طالبانو پرلپسې ټینګار کړی چې له افغان مخالفو اړخونو سره خبرو ته د افغانانو په توګه تیار دي، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام له ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې دا ځل خبرو اترو کې هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر جزییاتو او د بل چا له لوري د امریکا پر ضد د راتلونکي افغانستان پر نه استعمال تمرکز کېږي.

حکومت چې د سولې پروسه هم د دوی په همغږۍ روانه بولي او د خلیلزاد هڅو ته يې سترګې دي، هم يې پرلپسې خلیلزاد تورن کړی چې حکومت ګوښې ته ټیل وهي.

په ورته وخت کې شنونکي پر دې باور دي چې حکومت د سولې لپار رښتنې اراده نه لري او د ځان په دخالت یوازې د دې پروسې د سبوتاژ هڅه کوي.

اپریل میاشت کې د قطر بین الافغاني کېدونکې ناسته هغه څه و، چې د حکومت د خپل‌منځي مخالفتونو له امله لغوه شوه، خو اجراییه ریاست ومنله چې يو «فرصت» يې له ګوتو و ووت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x