نړۍ

علي وزير: زموږ غورځنګ د تېريو او ظلمونو خلاف راپورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د شمالي وزير پوليسو د پښتنو ژغورنې غورځنګ رهبري مشر او د ملي پارلمان پر غړي علي وزير تور لګولی، چې خلک د حکومت پر ضد بغاوت ته رابولي او د هغه پر ضد يې د هېواد ملي امنيت ته د زيان رسولو دوسيه رسمي کړې ده.

خو علي وزير دغه تورونه رد کړي او وايي، چې د دوی غورځنګ له پښتنو سره د شوو ظلمونو او تېريو پر وړاندې راپورته شوی دی.

نوموړي د امریکا غږ اردو څانګې سره د خبرو پر مهال ويلي، چې حکومت په ظاهره خپل چلند کې بدلون راوستی، خو په وينا يې په حقیقت کې د حکومت په دريځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

علي وزير ویلي، چې شمالي وزيرستان کې پراخ پوځي عمليات شوي، خو خلک لا هم ډاډمن نه دي او خلک لا هم د چارواکو له چلنده سر ټکوي.

هغه ټينګار کړی، چې دوی اوس ډګر ته راوتي او اجازه به ور نه کړي، چې ولس يې نور د ظلمونو او تېريو ښکار شي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي د علي وزير د څرګندونو په ځواب کې ويلي، چې حکومت د پښتنو ژغورنې  غورځنګ غړو ته د بيان ازادۍ اجازه ورکړې، خو زياته کړې يې ده، چې د دې غورځنګ مشران د پوځ او حکومت پر ضد څرګندونې کوي.

علي وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اونۍ د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور د پښتنو ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی و، چې نور يې وخت ختم شوی دی.

جنرال غفور تور لګولی و، چې د پښتنو ژغورنې غورځنګ د افغانستان او هند له استخباراتو مالي مرستې ترلاسه کوي، خو د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پوځ تورونه رد کړي او وايي، چې دوی په خپلو غونډو او جلسو کې له خلکو چندې ټولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x