
کونړ؛ سرحدي عسکر له لوږې «واښه خوري»
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): کونړ کې سرحدي عسکر وايي، له پنځو میاشتو ډېر وخت کېږي چې معاشونه يې درک نه لري، خو وسله په اوږه او مرکزونو کې لوږې تندې ته پراته دي.
امریکا غږ د کونړ د ناوه پاس او غاښي کنډو سیمو د سرحدي عسکرو له خولې لیکي، چې له لوږې د غره واښه خوري.
دوی وایي پرلپسې يې شکایتونه کړي دي خو څوک يې غږ نه اوري، په وینا يې میاشتې کېږي چې هیڅ ډول اکمالات ورته نه کېږي.
دا ځواکونه چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته دي، که څه هم د پاکستاني پوځیانو د اغزن تار او راکټي بریدونو پر وړاندې چوپه خوله دي، خو ګیله کوي چې چارواکي يې په کیسه کې نه دي.
په ورته وخت کې ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندان برید جنرال ایوب حسین خېل هم مني چې غاښي کنډو ته يې اکمالات نه دي کړي خو ناوه پاس ته يې یو څه لاس نیولی دی.
تازه د اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم هم د حکومت په نظامي برخه کې له نه همغږي او بې پروایۍ ګیله کړې ده.
دوستم د جوزجان له قومي مخورو سره خبرو کې ويلي، لوړ پوړي پوځي چارواکي عسکرو ته د «مرغۍ» ارزښت هم نه ورکوي.
عسکرواالله ته امید وکړئ اوکافروته مه په تمه کیږئ ؟ غولیدلو لاړ شئ عزت ناك اوشرافت مندانه ژوند وکړئ ؟ الله خیرالرازقین دی نه امریکا اونه داپسکن حکومت ؟ والسلام .
ولعذاب الاخرته اکبر