دوستم: پوځي چارواکي عسکرو ته د «مرغۍ» ارزښت هم نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د حکومت لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، لوړ پوړي پوځي چارواکي تر لاس لاندې عسکرو ته د مرغۍ ارزښت هم نه ورکوي.

هغه د جوزجان له قومي مشرانو سره لیدنه کې زیاته کړې د امنیتي ځواکونو سره بې عدالتي ورته د منلو نه ده.

دوستم په ځانګړي ډول د ۲۰۹شاهین قول اردو قومندان ولي احمد احمدزی یاد کړی، چې شمال کې يې امنیت ټینګ نه کړای شو او علت يې هم دا دی چې نوموړی د خپلو عسکرو په کیسه کې نه دی.

DoSTAm-dai

پخوانی جګړه مار، جنرال دوستم

د دوستم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې قومندان احمدزی په شمال کې یو ناکام قومندان یاد شوی دی خو هغه يې غبرګون کې ځان بریالی بللی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو غبرګوني خبرپاڼه کې راغلي، که د دوی دفاع نه وای «نن به جوزجان هم معاون صاحب ته نه وای پاتې.»

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د بغلان امنیه قومندانۍ کې د ننه د طالبانو ډله‌ییز برید لسګونه عسکر ووژل او شپږ ساعته يې جګړه وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د