روژه له موږ څخه څه غواړي؟«پینځمه برخه»

لیکوال ـ شیخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله

ژباړن ـ محمد عمر حماد

د روژې هدف د تقوا د شمعې روښانول دي!

الله تعالی فرمایي:يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ـ بقره ۱۸۳

ژباړه: اې د ایمان خاوندانو لکه څنګه چې پر مخکنیو امتونو باندې روژه فرض وه هماغسې پر تاسو هم فرض ده. ولې فرض شوې؟ ددې لپاره چې ستا باطن کې تقوا راشي. یعنې په حقیقت کې د روژې د مشروعیت سبب دا ده چې ستاسو زړونو کې د تقوا شمعه روښانه شي. څنګه د روژې څخه تقوا حاصلېږي؟

ځینې علماء کرام فرمایي: له روژې څخه تقوا پیدا کېدل په دې ډول دي چې روژه په انسان کې حیواني قوت وژني. کله چې وږی کېږي نو نفساني خواهشات او حیواني غوښتنې ځپل کېږي چې په پایله کې یې د ګناه کولو اراده کمزورې کېږي. حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله فرمایي: روژه یوازې حیواني قوت نه ځپي، که روژه په سمه طریقه ونیول شي نو روژه پخپل ذات کې د تقوا یوه ستره زینه ده. ځکه د تقوا معنا دا دی چې د الله تعالی په حاضر ګڼلو سره له ګناه څخه ځان وساتل شي. یعنې یو څوک په دې ډول فکر ولري چې زه د الله تعالی بنده یم، ما الله تعالی ګوري، یوه ورځ به د هغه مخکې حاضرېږم او د خپلو اعمالو ځواب به ورکوم نو په داسې وخت کې یو څوک ګناه پرېږدي. د همدې ډول عمل نوم تقوا ده. لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایي: وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوٰى ـ سورت نازعات ۴۰ ایت

یعنې یو څوک چې د الله تعالی د حاضروالي له ډار څخه او د الله تعالی په حضور کې د وړاندې کېدو له ډار څخه خپل نفس د نفساني خواهشاتو او غوښتنو څخه منعه کړي. متقي بلل کېږي.

نور بیا….