افغانستان

مېلر: پر «سوله» باور لرو؛ خو «جګړه» به هم دوام لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وايي، سره له دې چې جګړې ته هم دوام ورکوي، تر څنګ يې په سوله هم باور لري.

هغه وايي، دوی هڅه کوي چې په ټولو برخو کې پوره کوښښ وکړي او خپلو دې هڅو ته ژمن دی.

مېلر دا څرګندونې فاریاب کې یوې پوځي غونډې ته وکړې، چې نوموړی د یو پلاوي په ملتیا هغه ولایت ته رسېدلی دی.

سکاټ مېلر او د هغه افغان ملګري، د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د امنیتي وضعیت اروزنې په پلمه فاریاب ته رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وویل، سوله غواړي، په وینا يې ټوله نړۍ سوله غواړي «خو طالبانو جګړې ته دوام ورکړی.»

مېلر په داسې حال کې پر سوله او جګړه هم‌مهاله ټینګار کوي چې د بهرنیو او دولتي ځواکونو په شپنیو او هوايي عملیاتو کې ډېری تلفات ملکي وګړو ته اوړي.

یاده دې وي د امریکا او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې اترې قطر کې نن هم روانې دي، چې د راپورونو له مخې پایلې ته د رسېدو لپاره يې هیلې ډېرې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x