مور په رښتیني ژوند کې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

تل د یوې ښځې او یوې مور د شخصیت ترمنځ د توازن ساتل آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه هغه مهال، چې ډېری ښځې داسې تصور کوي، چې ټولې هڅې یې د یوې غوره او مطلوبې مور معیارونو ته د رسېدو لپاره کافي نه دي، د توازن نه شتون احساسېږي، په دې لیکنه کې تاسو ته وایو، چې ولې کله وخت میندې د یوازېتوب احساس کوي، له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ.

مور کېدل هغه پړاو دی، چې په ژوند کې ډېر ستر بدلونونه رامنځته کېږي. له زېږون وروسته او نړۍ ته د ماشوم راتلل، تاسو له ډېرو زیاتو کارونو او مسؤولیتونو سره مخامخ کېږئ او د ژوند همدا بدلونونه، مخکې له مور کېدو څخه د ښځې ژوند تر اغېزې لاندې راولي. کله وخت دا بدلونونه، په نوي رول کې د ډوبېدو سبب ګرځي او په همدې دلیل له ځانه سره د یوازېتوب احساس راوړي.

د یوې غوره او مطلوبې مور بېلګه:
په کومه ټولنه کې، چې موږ ژوند کوو، تر ډېره د یوې مور بېلابېلې بېلګې تر سترګو کېږي. د بېلګې په توګه، د ټلویزیوني خبرتیاوو، پروګرامونو او او فلمونو ته وګورئ، هغه میندې څه یو تصویر وړاندې کوي، کومې چې نوي زېږېدلي او کوچني ماشومان لري. هغوی ټول ښکلي، منظم او په یوې ښکلې مسکا سره حضور پیدا کوي، دا میندې تر ډېره ډنګرې ښځې دي، چې ډېره انرژي او خوشالي لري او د ماشوم د جامو په څېر ځانونه بدلوي، چې ګویا یوه شاعرانه کړنه ترسره کوي. هغه میندې، چې په تبلیغاتو یانې خبرتیاوو کې شتون لري، هغه ښځې دي، چې له ستړیا، بې خوبۍ، او یوازېتووب څخه نه ځورېږي. د ټولنیزو رسنیو لپاره مور اوسېدل یوازې داسې تعریفېږي: د نېکمرغۍ یو طبیعي حالت، خوشالي او معنوي اړیکې.

دا غوره او مطلوبه مور هغې بېلګې یا نمونې ته اشاره کوي، چې خپل ماشوم له خپلو ټولو غوښتنو څخه لوړ ګڼي. دا بېلګه ادعا لري، چې کولای شي د ښځې اوسېدو او مور اوسېدو په رول کې سمون را منځته کړي. دا مور وایي، په هغه ماشوم باندې پام کول، چې په بشپړه توګه تاسو پورې تړاو لري، ډېر آسانه دی. یوه واقعي او رښتینې مور، له دې نمونې سره سمون نه لري او په همدې دلیل، کله وخت شونې ده، د دې غیر واقعي نمونو په کتلو سره، میندو ته د یوازې احساس پیدا شي.

مور په رښتیني ژوند کې:
که چېرې دم ګړۍ کوچنی ماشوم لرئ، نو په ښه توګه پوهېږئ، چې یوه غوره او مطلوبه مور، چې په اړه یې خبرې وشوې، په بنسټیزه توګه له واقعي ژوند څخه بهر شوې ده، دا جمله په دې مانا نه ده، چې مور کېدل د سختیو او ترخو شېبو یوه تجربه ده، په حقیقت کې دا پړاو دومره ښکلی دی، چې مینه او خوشالي هم له ځانه سره راوړي. مور اوسېدل د مخالفو احساساتو یو ترکیب دی، چې په هم مهالې توګه د ښځو په دنننه کې رامنځته کېږي.
د بېلګې په توګه: د امیندارۍ دورې په اوږدو کې کولای شئ د خوښۍ او خوشالۍ احساس ولرئ، ځکه چې یو نوی ژوند په لاره دی او یو کوچنی مخلوق ستاسو د بدن په دنننه کې وده کوي، خو په هم مهالې توګه د سر څرخۍ، کانګو او کمزوری حالت تاسو ځوروي. ښایي داسې تصور وکړئ، چې د مور د کمزورۍ او نا کرارۍ احساس باید وښودل شي، خو ټولنه په دې تمه ده، چې دا احساسات وضپل شي، نو له هغه ځایه، چې ښځې د خپلو نا خوښیو او افکار د بیانو لپاره آزادې او خپلواکې نه دي، نو له همدې امله هغوی ته د یوازېتوب احساس پیدا کېږي.

په مور کې د یوازېتوب احساس:
یوه رښتینې او واقعي مور هغه ښځه ده، چې د بېلابېلو دلیلونو له مخې یوازې کېږي. یو له دې دلایلو څخه ځینې معلومات دي، چې له یوه نسل څخه و بل نسل ته نه لېږدول کېږي. تاسو هېڅکله چاته نه وایئ، نه شئ کولای، چې ویده شئ، ستړی او ژر ځورېدونکی یاست، د ټنبلی، بېکاری او ګناه احساس کوئ، ځکه چې نه شئ کولای، خپلې ټولې دندې د تېر په څېر ترسره کړئ.

ډېری ښځو دا زده کړي، چې د یوې خپلواکې مور په توګه ژوند وکړي، هغه ښځه، چې کولای شي ټول کارونه ترسره کړي، خو کله چې له مورنۍ ننګونې سره مخامخ کېږي، نو دغه راز هڅه کوي، چې د خپل مخکیني ژوند ډول او سبک خوندي وساتي، د یوازېتوب او بې کفایتۍ احساس رامنځته کېږي، په همدې دلیل مور اوسېدل د هغو کسانو ترڅنګ، چې ورسره مینه لرئ ارزښتمن دی، هغه کسان، چې نه یوازې مشوق او هڅونکي دي، بلکې له تاسو څخه یې ملاتړ کړی دی او کله چې له ستونزو، شک او تردید سره مخامخ کېږئ، تاسو ته مشوره درکوي.

د عاطفي ملاتړ په لټه:
انسان یو ټولنیز موجود دی، موږ په داسې توګه پیدا شوي یو، چې په ټولنه کې ژوند وکړو او د سختو او ستونزمنو وختونو لپاره، یوه ملاتړیزه شبکه را منځته کړو. مورنۍ دوران د دا ډول مرستو د غوښتلو لپاره، یو له مناسبو شرایطو څخه ګڼل کېږي. خواله کول، نصیحت او پند غوښتل، له با تجربه کسانو څخه د پوښتنو د ځوابونو په لټه کې اوسېدل، درک کول او مرسته غوښتل، هغه مهم موارد دي، ترڅو وکولای شئ، له هغو څخه په ګټه اخیستنې، هغه وېره او ژور خپګان، چې د مور کېدو له مسؤولیتونو سره را منځته کېږي، له منځه یوسئ.

د نړۍ په ځینو برخو کې، لکه اسپانیا او امریکا، هغه ښځې، چې د یوازېتوب احساس کوي، د ځان لپاره یې ځانګړې ډله جوړه کړې ده، په دې ټولنو کې میندې سره راټولېږي او په خپل منځ کې خپلې تجربې سره شریکوي، د خپل شک و تردید او دغه راز د خپلو وېرو او هیلو په اړه بحث کوي.

د دې ډلو له جوړېدو څخه موخه، له یوازېتوب څخه لرېوالی او د یوې ملاتړیزې شبکې را منځته کول دي، ترڅو میندو ته اجازه ورکړي، له خپل رول لوبولو څخه خوند واخلي.

تاسو یوازې نه یاست:
حتا که داسې یوه مور یاست، چې کله وخت د یوازېتوب احساس کوئ، باید پوه شئ، چې یوازې نه یاست. دا ټکی ډېر زیات ارزښت لرئ، چې په یاد یې ولرئ، ستړیا او خوب ستاسو پر خلق و خوی، فزیکي او مغزي کړنو باندې اغېز لري. هېڅ یوه مور بشپړه نه ده او حتا نه شي کولای، چې دا ډول وي. موږ ټول انسانان یو او میندې سره له قوي اوسېدلو محدودیت لري.

د یوازېتوب له احساس څخه مه وېرېږئ. ځکه دا احساس معمول دی. دا احساس تاسو ته یادونه کوي، چې نورو افرادو ته اړتیا لرئ او باید په هم مهالې توګه په ځان باندې هم پام وکړئ. د توازن ساتل کوم آسانه کار نه دی، خو ناشونی هم نه دی. د دې مواردو په پام کې نیولو سره، د یوازېتوب احساس د را پیدا کېدو په صورت کې د حامي او ملاتړي په لټه کې واوسئ. مور اوسېدل آسانه لاره نه ده، خو له ځانه خوشالي راوړي.