نظــر

د سولې ارمان د سولې ژبه او عمل غواړي

محمود غلجی

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تل د ارګ له کلابندې ماڼۍ د سولې، اقتصادي پرمختګونو او هوايي دهليزونو خبرې کوي، په داسې حال کې، چې له ارګه د باندې ټول ولس د ناامنيو په ګرداب کې راګير دی او هره ورځ د ګډو عسکرو په عملياتو، بمباريو او چاپو کې لسګونه ولسي خلک وژل کيږي.

اشرف غني په تکراري توګه د رسنيو له لارې ځان د سولې ارمانجن او مينه وال ښيي، خو  په عملي توګه د ده عسکر په فراه، هلمند، کندهار، ننګرهار، لوګر، ميدان وردګو، کاپيسا، بغلان،کندوز او نورو ولايتونو کې هره شپه د ولسي خلکو پر کورونو چاپې او يرغلونه کوي او بې دريغه يې وژني.

د سولې ارمان د سولې ژبه او عمل غواړي. ولسمشر د خپلو چاپلوسانو او مشاورينو په ګرداب کې داسې خوښ ښکاري، لکه رښتيا يې چې خلک د سولې په شعارونو باوري وي.

انګريزان متل کوي، چې «عمل له خبرو په لوړ اواز خبرې  کوي». يو لور ته ولسمشر د سولې نغارې ډنګوي او هڅه کوي، چې د لويې مشورتي جرګې او نورو مطبوعاتي تبليغاتو له لارې د خلکو او نړيوالو باور خپل  کړي، خو عام خلک د ښاغلي غني د څرګندونو پر ځای هغه ويجاړ شوي کورونه، جوماتونه او کلي ګوري، چې د ګډو ځواکونو په بمباريو او چاپو کې ويجاړ شوي وي.

نږدې دوه کاله وړاندې، ولسمشر غني د کندوز ولايت مقام کې يوې غونډې ته وويل، چې کندوز په سوداګريزې څلور لارې بدل کړي، په دغه وخت کې يوه سپين ږيري ورته وويل، چې سوداګريزه څلور لاره نه غواړي، خو د ګډو عسکرو په بمباريو او چاپو کې وژل شوي ولس يې بې کفنه پراته دي.

همدارنګه د حکومت لور ته هم هره ورځ شاوخوا دوه سوه امنيتي او دفاعي عسکر د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې وژل کيږي او بچي يې  بې سرپرسته په تش ډاګ پاتې کيږي او هېڅوک يې د  پاللو او ساتلو نه وي.

اوس، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې بهير مهم پړاو ته رسېدلی، ولسمشر په دغو خبرو کې د خنډ اچولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي او هڅه کوي، چې د بمباريو، چاپو او ولسي خلکو د وژلو له لارې د سولې دغه پروسه ټکنۍ کړي.

خو ولسمشر بايد پوه شي، چې د عامو عسکرو، پوليسو او دولتي چارواکو سربېره عام ولس سوله غواړي او په عين حال کې د سولې په اړه د هغه د قول او عمل ټکر هم ګوري.

غني يوازې  د خپل ځان او واک هوس نيولی او هڅه کوي، چې د خپل  نيمه واک لپاره افغانستان او ټول ولس تورو تيارو ته ورټېل وهي، خو داسې ښکاري، چې راتلونکي حالات د غني د هيلو پر خلاف دي، په هېواد  کې به سوله او امنيت راشي، خو دی به کېدای شي، خو د پخواني کميونيسټ ولسمشر نجيب الله په برخليک اخته شي او هغه مهال به يې بیا دا مداحان او معاش خواره پلويان نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x