ورزش

د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ يو ورځنۍ سيالۍ سبا ماسپښين

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۷ غوايي، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې سبا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ پېل کيږي.

د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ د دوه يو ورځنيو سياليو سيريز ترسره کيږي چې له مخې به يې لومړۍ سيالۍ د چهارشنبې په ورځ د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې د سکاټلينډ په ايډنبرګ لوبغالي کې ترسره کيږي.

په دغه سيالۍ کې به د افغانستان دوه نامتو لوبغاړي محمد نبي او راشد خان ګډون نه کوي.

راشد او نبي په هند غوره ليګ کې د سنرايزز لوبډلې سره لوبيږي چې اوسمهال يې لوبډلې دويم پړاو ته لار موندلې ده.

افغانستان لوبډله له نړيوال جام وړاندې ټولې شپږ نړيوالې يو ورځنۍ سيالۍ لري چې دوه د سکاټلينډ، دوه د ايرلينډ او يوه-يوه سيالۍ د پاکستان او انګلستان پر وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x