د روژې میاشت؛ د چا د هیلو ځولۍ او پر چا دروند پیټی

عمر عماد

تر هرڅه لمخه ټولو ته د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدلو د زړه له کومي مبارکي وایم ، د الله تعالی د دې پیرزوینې شکر کوم چې تر دې میاشې پورې یې راورسولو ، الله تعالی دې موږ او تاسې ته د هغې د په صحیحه توګه نیولو توفیق راکړي . په دې مناسبت به زه هڅه وکړم چې په څو راتلونکو لیکنو کې د روژې د مبارکې میاشتې په ځانګړتیاوو ، برکتونو او فضائلو ، د روژې نیولو په آدابو او آحکامو باندې یو څه ناڅه رڼا واچوم ، ان شاء الله تعالی .

مسلمانانو وروڼو ! په یو صحیح حدیث کې راځی چې رسول الله – صلی الله علیه وسلم – به صحابه کرامو ته د دې مبارکې میاشتې د رارسیدلو زیری ورکولو او ورته به یې ویل چې : ( تاسې باندې د رمضان ، یعني هغه مبارکه میاشت راغله چې الله تعالی یې روزه پر تاسې فرض کړې ده . په دغه میاشت کې د اسمان – او په یو روایت کې : د جنت – دروازې پرانیستل کیږي ، او د جهنم دروازې بندیږي، او هغه سرکښه شیطانان تړل کیږي .په دې میاشت کې داسې یوه شپه ده چې په هغې کې عبادت د زرو میاشتو ( یعنی چې دا شپه پکې نه وي) له عبادت سره برابر دی .څوک چې یې له خیره بې برخې شو هغه رښتینی بې برخې دی) .

په یو بل صحیح حدیث شریف کې راځي چې: رسول الله – صلی الله علیه وسلم – یو ځل د شعبان د میاشتې په اخري ورځ خلکو ته د دې میاشتې د راتلو زیری ورکړ او د هغې ځینې فضائل یې بیان کړل او ویې فرمایل چې ( ای خلکو ! تاسې ته یوه ستره او برکتي میاشت راغله ، هغه میاشت چې الله تعالی د هغې روژه نیول پر تاسې فرض کړي ، او د هغې قیام [ یعنی تراویح او تهجد] یې نفلي کار ګرځولی دی . په هغې کې داسې یوه شپه ده چې هغه د زرو میاشتو څخه غوره ده ، څوک چې پکې د یو نیک کار په كولو الله تعالی ته ځان ورنیژدي کړي لکه په بله میاشت که چې یې فرض عبادت پر ځای کړی وي ، او څوک چې پکې یو فرض عبادت سر ته ورسوي لکه (۷۰) فرضي عبادتونه چې یې په بله میاشت کې کړي وي . هغه د صبر میاشت ده ، او د صبر ثواب جنت دی ). او بیا یې ددې میاشتې نور برکتونه هم بیان کړل ، چې د دې لړۍ په ورستیو برخو کې به یې یادونه وکړو ، ان شاء الله تعالی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دې میاشت راتګ ته ليواله و او الله تعالی ته به یې دعاء کوله چې تر روژې پورې یې ورسوي .همدا راز ویل کیږي چې صحابه کرامو او نورو سلف صالحینو به د کال شپږ میاشتې دعاء کوله چې الله تعالی یې تر روژې ورسوي ، او نورې شپږ میاشتې به یې دعاء کوله چې د هغوی روژه ، او پکې ترسره کړي عبادتونه ترې قبول کړي . نو موږ هم د الله تعالی ډیر شکر کوو چې تر دې میاشتې پورې یې راورسولو ، او دعاء ورته کوو چې موږ ته دا توفیق راکړي چې لکه څرنګه چې ښایي، او لکه څرنګه چې الله تعالی ته منل شوې وې هماغسې روژه ونیسو .

اوس به راشو اصلي مطلب ته ، او پیل به وکړو د روژې د مبارکې میاشتې د ځانګړتیاوو په یادولو باندې ، یعنی هغه څه چې د کال په نورو میاشتوکې نشته ، چې دا ټول په صحیحو آحادیثو کی راغلي دي .

1- په دې میاشت کې ټول قرآن مجید په یو وار د لوح محفوظ څخه د دنیا په اسمان کې ( بیت العزة) ته رانازل شو ، او بیا به د(۲۳ ) کلونو په اوږدو کې په بیلا بیلو وختونو او مناسبتونو په پیغمبر علیه السلام رانازل کیده . چې د قرآن کریم اول نزول د سورة البقرة په (۱۸۵) او د سورة الدخان په (۳) او د سورة القدر په لومړي آیت کی یاد شوی دی . او پر قران کریم برسیره نور اسماني کتابونه هم په همدې میاشت کې ، یو وار په پیغمبرانو رانازل شوي دي .

2- په دې میاشت کې لیلة القدر ده ،لکه وړاندې چې یې یادونه وشوه .

3- په دې میاشت کې د جنت دروازې پرانستل کیږي، او د دوزخ دروازې بندیږي او سرکښه شیطانان تړل کیږي . همدا راز د الله تعالی د رحمت دروازې پرانستل کیږي، او غږ کیږي چې : آی د ثواب غوښتونکي! راشه ( یعنی په نیکو کارو سره ثواب حاصل کړه ) ، او همدا راز غږ کیږي چې: ای ګنهګاره ! بس دی نوره ګناه پریږده ، توبه وکاږه او خپل رب ته مخه کړه . او په دې میاشت کې ډیر خلک الله تعالی د دوزخ له اوره خلاصوي .

کیدای شي څوک پوښتنه وکړي چې : کله چې شیطانان په روژه کې تړل کیږي ، نو بیا ولې خلک ګناه کوي؟
د دې په ځواب کې علماء کرامو لاندې ځوابونه ویلي دي :
د دې حدیث شریف معنی دا ده چې شیطانان له هغه روژه نیوونکو تړل کیږي کوم چې په سمه توګه روژه نیسي، او د هغې ټول شرطونه او آداب پر ځای کړي. شک نشته چې داسې انسان ته بیا کله هم شیطان لاره نشي پیدا کولای .

یا یې معنی دا ده چې په دې میاشت کې هغه ستر او سرکښ شیطانان تړل کیږي ، خو واړه خلاص دي او د خلکو په مینځ کې فساد خپروي .

او یا د حدیث شریف مقصد دا دی چې په دې میاشت کې به د نورو میاشتو په پرتله شر او فساد کمیږي ، نه داچې هغه به بیخې ورکیږی ، ځکه چې ګناه ته هڅوونکي یوازې جني شیطانان نه ، بلکې نور څه هم شته ، لکه انسي شیطانان ، او د نفس غوښتنې . څوک چې په یو ناوړه کار عادت شوی وي ، په هماغې لاره بلد وي او پرې روان وي ، لکه ځینې حیوانات چې له ډیرو لیری ځایونو څخه ځانونه د خپلې شپې تیرولو ځایونو ته رسوی .

معنی دا چې روژتي باید پوره پام وکړي چې دا نور شیان یې په ګناه کې ښکېل نه کړي.

د رمضان د میاشتې بله ځانګړتیا دا ده چې هغه د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي لښکرو د فتحو او بریاوو شاهده وه :

چې پیل یې د بدر په غزا و چې د دې میاشتې په ۱۷ نیټه پیښه شوه . هغه غزا چې د مسلمانانو او مشرکانو لومړنۍ وسله واله نښته وه . هغه غزا چې قران کریم ورته ( یوم الفرقان ) – یعنی د حق او باطل بیلېدونکې ورځ- ویلې ده . هغه غزا چې جبرایل امین د الله تعالی په امر د زرګونو ملایکو په مشرۍ د مسلمانانو ډاډګیرنې او مرستې ته راودانګل . هغه غزا چې الله تعالی مسلمانان پکې د ذلت او سپکاوي له پړاو څخه د عزت او درناوي پړاوته پورته کړل ، الله تعالی په مسلمانانو باندې خپله دغه پیرزوینه داسې یادوي : ( وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنْتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) .

دغه تاریخي غزا د هجرت په دوهم کال د روژې میاشتې په ۱۷ ورځ پیښه شوې ده . په دې غزا کې – چې مسلمانان ورته د جنګ په نیت نه بلکې د قریشو د تجارتي قافلې د لارې ډپ کولو لپاره وتلي وو ، ګوندي وي چې د قریشو له مشرکینو څخه د خپلو غصب شویو مالونو د یو څه برخې بدل تر لاسه کړي- د مسلمانانو شمیر درې سوه او څو کسان ، چې ورسره یوازې دوه اسونه او (۷۰) اوښان وو ، او مشرکان چې د جنګ په نیت راوتلي، او په وسلو سمبال وو ، د (۱۰۰۰) کسانو په شاوخوا کی وو ، چې ورسره (۱۰۰) اسونه او (۷۰۰) اوښان وو ، په پوره دبدبه او تکبر د مدینې په لور روان وو ، کله چې قافله د مسلمانانو له ګواښه وژغورل شوه او ابو جهل ته وړاندیز وشو چې نور نو د جنګ اړتیا نشته ، خو هغه په ټول کبر او فرعونیت ځواب ورکړ چې: نه ، موږ به کله هم بیرته تر هغه پورې ستانه نه شوتر څو چې بدر ته ونه رسیږو ، او هلته درې ورځې تم نه شو ، او څاروي حلال کړو ، او ډوډۍ ګانې ونه خورو او شراب ونه څښو، او ښځې راته سندرې ونه وایي ، او عرب زموږ په وتلو او لښکر خبر نه شي ، تر څو همیشه رانه په ویره کې واوسي !

خو د جګړې د بل اړخ قوماندان- صلوات ربی وسلامه علیه – چې کله په دې باوري شو چې جګړه حتمي ده نو خپل رب ته په دعاء او زاریو ودریدلو چې: یا الله ! (که دغه ډلګۍ لمنځه لاړه شي نو بیا به دې هیڅکله هم په ځمکه کې عبادت ونه شي) ، ( یا الله زما سره دې خپله وعده پوره کړه ، یا الله مرسته اوبری دې غواړم) دومره یې خپل رب ته زارۍ او ننواتي وکړي چې د ابو بکر صدیق رضی الله عنه زړه پرې خوږ شو….. د حق او باطل لښکرې مخامخ شوې او د مشرکانو لښکر داسې ماتې وخوړه چې ټول عربان ورته ګوته په غاښ پاته شول .

همدا راز د هجرت په اتم کال د همدې میاشتې په (۲۱) یا (۲۳) ورځ مکه مکرمه په سوله ییزه توګه فتحه او د شرک ماڼۍ تر ابده پورې په جزیرة العرب کی نسکوره شوه ( وَقُلْ جاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْباطِلُ إِنَّ الْباطِلَ كانَ زَهُوقاً) .

همدا راز د تبوک د غزا ځینې پیښې د هجرت د نهم کال په همدې میاشت کې شوې دي . د تبوک د غزا لښکر ته په نبوي سیرت کې ( جیش العسرة) یعنی د سختۍ لښکر هم وایي ، ځکه چې هغه له یوې خوا د سختې ګرمۍ په وخت کې وه ، او له بلې خوا د میوو، غلو او دانو د حاصلاتو راټولولو موسم و . او له بلې خوا مسافه ‌ډیره لیرې وه … خو سره له دې هم صحابه کرامو د روژې په میاشت کې دا هر څه پر ځان ومنل او د ( حی علی الجهاد ) غږ ته یی لبیک وویلو .

د هجرت په (۹۲ هجری قمری کال) کال په همدې میاشت کې اسلامي لښکرې د طارق بن زیاد په مشرۍ اندلس ته ننوتې . او د هغې نه یو کال وروسته په همدې میاشت کې غازیانو د ځوان قوماندان محمد بن القاسم په مشرۍ سند فتح کړ .

د (۵۴۴) رمضان په میاشت کې د لومړي ځل لپاره مسلمانان د عماد الدین زنګي په قوماندانۍ د شام په شمال کې د صلیبیانو په لښکرو باندې بریالي شول ، او بیا د بریاوو لړۍ وغزیده او په (۵۸۳ ) کال د صلاح الدین ایوبي په قوماندانۍ د حطین په جګړه کې د صلیبیانو ملا ماته کړه ، چې همدا غزا بیا د بیت المقدس څخه د صلیبیانو د شړلو پیلامه شوه .

همدا راز د (۶۵۸ ) کال د روژې د میاشتې په ( ۲۵) تاریخ مسلمانانو د سیف الدین قطز په قوماندانۍ د عین جالوت په تاریخي جګړه کې اول ځل د تاتار( مغولو) لښکرې تار و مار کړې . هغه جګړه چې د سلطان العلماء امام عز الدین بن عبد السلام فتوی پکې بنسټیزه اغیزه درلوده ، او د سیف الدین قطز د ( وا اسلاماه! ) زړه لړزوونکې چیغې پکې د غازیانو په زړونو کې د غزا ولولې څپانده کړې …

دا او داسې نورې سترې فتحې ډیرې په همدې میاشت کې د مسلمانانو په برخه شوې دي . دا کار که له یوې خوا د دې میاشتې په فضل او برکت باندې دلالت کوي له بلې خوا دا حقیقت هم روښانه کوي چې پخوانیو مسلمانانو دې میاشت ته د جهاد ، عمل او زیار ایستلو ، او رحمتونو د تر لاسه کولو میاشتې په سترګه کتل او هغه د هغوی د ارمانونو ځولۍ وه . دغه میاشت د هغوی په نزد د خوب او لټۍ او تمبلۍ میاشت نه ، بلکې د خوځښت او فعالیت میاشت وه .

خو له بده مرغه چې نن سبا ډیرو ته دغه میاشت د خوب او ارام میاشت لا څه بلکې د عیش او نوش او ساعت تیري میاشت ښکاري . موږ او تاسې ګورو چې نن په اکثره اسلامي هیوادونو کې د شعبان د میاشتې له پیله په تلویزنونو کې همدا اعلانونه راځي چې د روژې په میاشت کې به دغه او هغه ډرامې او سریالونه وړاندې کیږي ، لکه پخوا به چې زموږ په هیواد کې ځای ځای زیری او اعلانونه کیدل چې ( به مناسبت حلول شهر رمضان مبارک ) د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت به په فلاني هوټل کی فلانی ډم یا فلانۍ ډمه کنسرت ورکوي .

د خواشینۍ ځای دی چې نن سبا روژه د ډیرو مسلمانانو سره د تلویزون مخ ته شپه تیرولو او د ډول ډول هوسي خوراک او څښاک میاشت ده . په یقین سره ویلای شم چې که څوک د دې خلکو د روزې او بوزې خوراک او لګښت سره پرتله کړي نو که د روژې ترې زیات نه وي کم به هم نه وي . نو ایا روژه د همدې میاشت ده ؟

شک نشته چې دا ډول روژه نیول هسې روژه نه ده لکه چې پکارده ، په دې ډول روژه نیولو کله هم د روژې نیولو شرعي مقصد ( تقوی) نه شي حاصلیدلی ( يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيامُ كَما كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ) .

په هر حال ، الله تعالی دې موږ او تاسې ته توفیق راکړي چې د دې حالت په بدلولو او سمولو کې اول فکر او بیا هڅه وکړو ، ګوندي وي چې الله تعالی مو حالت بدل کړي : ( إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ) .

تبصرې (1)

  • دا چي د روژې په میاشت کی د دوږخ دروازې بندی او د جنت دروازې او یا د شیطان خولې یا پنجې بندی دی معنی ئې داده چي:
    که څوک د بدو کارونو او قتل او دروغو او غیبت او بهتان څخه لیری و اوسی او همدارنګه په ټاکلو او معینو وختونو کی د مباح څیزونو ( خوراک -څښاک -زبېښاک) څخه پرهېز ولری معنی به ئې داوی چي روژه ئې نیولې ده ،چي نتیجتاً د جنت دروازه هم ورته خلاصه ده، د جنت د دروازې خلاصېده مستقیماً د جهنم د دروازې د تړلو په معنی ده ، په مجموع کی ددې مقولې مفهوم دادی چي د جنت دروازه هله خلاصه وی چي یو مؤمن کس د منکراتو څخه هم روژه وی.همدارنګه کله چي د یو مؤمن خوله بنده وی یعنی د تندی د پوست څخه بیا د پښو تر نوکانو پوری تړلی وی( روژه ئې وی) نو معلومه خبره ده چي د شیطان خوله او پنجه هم تړلې ده، په بله ژبه کله چي یو مؤمن پر ځان حصار جوړ کی ( خوله او فکر او زړه او نور جوارح او ګېډه او تر ګېډی لاندی پخپل کنټرول کی ولری )یعنی ځانته د رادار دستګاه نصب کی نو د شیطان به ادې .....چي د هغه مؤمن هوائي او زمینی او ځمکنی حریم ته ور داخل سی ، پدې حساب د مازی په رښکۍ تړلی روژتی حریم هم تر ډېره د شیطان په وړاندی مصئون دی.والله الاعلم.