د پنځه دېرشو (۳۵) دقيقو هوايي سفر

ليکنه: جاوېد چوهدري

ژباړه: ظاهر عمار

زه کړکۍ ته نږدې ناست وم او ملګری مې لومړي سيټ کې، زموږ ترمنځ سيټ تش و، د الوتکې له خدمې مې وپوښتل “کېدای شي موږ دواړه يوځای کېنو؟”

هغې په موسکا وويل “وبښئ دا سيټ بل چا نيولی، تاسې يې تر پرواز (ټيک آف) وروسته ورسره بدل کړئ.”

موږ د مساپر په انتظار شوو، د الوتکې د دروازو تر پورې کېدو څو شېبې مخکې هغه مساپر راغی، يو لحيم شحيم پوخ عمره سړی و، له څېرې ناروغ هم معلومېده.

ما ورته وړانديز وکړ چې تاسې زما کړکۍ والا سیټ کې کېنئ، موږ دواړه ملګري به يوځای سره کېنو، خو هغه د “نه” په دود د سر په خوځولو زما وړانديز رد کړ او راغی زموږ دواړو ترمنځ خپل سيټ کې کېناست.

هغه دومره چاغ و چې دواړه خواوې له خپل سيټ نه وتی و، زه د الوتکې له دېوال سره پرېس شوم، زما ملګری هم له خپل سيټ نه نيم دباندې ځوړند و.

د چاغ سړي له بدنه يو ډول بدبويي هم راتله، هغه به خوله پوره خلاصه کړه او ساه به يې واخيسته، د ساه‌ګانو تلو راتلو سره يې ماحول ډېر بد بوی په سر واخيست، زموږ دواړو ملګرو خبرې بندې شوې، ما له جېبه تسبېح راوويستې او ذکر مې شروع کړ، ملګری مې خپل موبايل کې بوخت شو.

دا مې د ژوند تر ټولو ستونزمن هوايي سفر و، هغه سفر مې په خورا تکليف تېر کړ، کله چې لاهور کې له الوتکې ښکته شوو، ما مې هډوکي وشمېرل چې مات رامات خو به نه وي، ښه وه جوړ وو، د اطمينان ساه مې واخيسته.

زه و ملګری مې له هوايي ډګره راووتو، له هغه مې پوښتل “سفر څنګه و؟”

هغه په خندا وويل “زبردست، ما مې موبايل کې کتابونه ډاونلوډ کړي، د سفر پر مهال يې لولم.” ما ترې وپوښتل “عجيبه ده، هغه چاغ سړي سره پازاب نه شوې؟”

هغهپه خندا وویل “د پيل دوه-درې دقيقې لږې سختې وې، خو وروسته مې ورسره ځان عيار کړ، خپلې څنګلې او پښتۍ مې د هغه په ګېډې پورې ونښلولې او غلی په مطالعه بوخت شوم.” ما ترې وپوښتل “نو بدبوی يې پوزې ته رانوستې؟”

بيا يې په خندا وويل “شروع کې مې همداسې احساس کاوه خو کله چې مطالعه کې ډوب شوم، بدبوی ته مې هيڅ پام نه و.” ما په حيرانتيا وروکتل او ومې ويل “زه خو د ټول سفر پر مهال پوزې ته راغلی وم، آخر مې ساه تنګه شوه او خدای خدای مې کول چې اوس سفر ژر پای ته ورسيږي.” هغه په خندا وويل “زه به هم مخکې همداسې بد حالت سره لاس و ګرېوان کېدم، خو وروسته مې د دې ستونزې حل وموند، اوس ورسره ځان عياروم.”

زه غلی شوم او په غور مې هغه ته کتل، هغه زياته کړه “موږ له دې چاغ سړي سره يوازې پنځه دېرش دقيقې ملګري وو، هغه راغی، کېناست، الوتکه والوته، بېرته کېناسته او موږ سره بېل شوو، هغه څوک و، له کومه راغلی و او چېرته ولاړ، په دې نه پوهېږو. که تا دې پنځه دېرشو دقيقو سره ځان عيار کړی وای، دومره نه پازابېدې.” هغه غلی شو، اوږده ساه يې واخيسته او ويې ويل “زموږ هر تکليف د ايکسپاير کېدو خپل وخت لري، موږ که د هغه وخت محاسبه وکړو، زموږ تکليف ورسره کميږي. مثلاً کله چې هغه چاغ سړی زموږ ترمنځ کېناست، ما سمدستي د تکلیف وخت محاسبه کړ، راته معلومه شوه چې دا تکليف به يوازې پنځه دېرش دقيقې وي، بس نو د چاغ سړي چاغښت ته د متوجه کېدو پر ځای مې د کتاب مطالعه شروع کړه، څو دقيقو کې مې تکليف ختم شو، ته هم د تکليف وخت محاسبه کوه، تکليف به دې په آسانۍ سره حل شي.”

ما ترې وپوښتل “دا چل دې چېرته زده کړی؟” هغه په خندا وويل “دا چل مې له خپل پلار نه زده کړی، زه چې کوچنی وم، زموږ ګاونډ ته يو آزاروونکی کس راغلی و، موږ به کلي کې کرکټ کاوه، دا به راغی ويکټې به يې وويستې او بال به يې رانه واخيست او لوبې ته به يې نه پرېښودو. دې حالت به سخت خپه کولم. يوه ورځ مې د پلار څنګ ته ورغلم او له هغه کس نه مې شکايت ورته وکړ، پلار مې پر سر لاس راتېر کړ او ويې ويل: زويه! دا سړی کرايه‌دار دی، اوس راغلی او بېرته به ولاړ شي. موږ بايد له هغه سره د لانجې پر ځای د هغه د بېرته تلو انتظار وکړو.

ما مې له پلار نه وپوښتل: نو موږ به احتجاج هم نه کوو؟! هغه وويل: ولې نه، خامخا احتجاج وکړئ خو دا به يوازې تاسې ته تاوان وکړي، دا سړی به پر خپل وخت بېرته ولاړ شي خو تاسې به د احتجاج په وجه بدخلقه شوي يئ، تاسې به تر هغې وروسته له خپله ژونده خوند وانخيستلی شئ، ځکه نو زما مشوره درته دا ده چې تاسې پر خپل ژوند فوکس وکړئ، خپلو خوښيو ته متوجه شئ، دا سړی او د ده غوندې نور خلک به راځې او بېرته به ځي، نن به وي سبا به نه وي. تاسې ولې خپل خلق خرابوئ؟!

دا چې زه هغه مهال کوچنی وم، د پلار له خبرې سره مې اتفاق ونه کړ خو زموږ هغه ګاونډی رښتيا دوه مياشتې وروسته ولاړ او موږ هلکانو بېرته په پخوانۍ جذبه لوبه شروع کړه. موږ دوو اوونيو کې هغه بد وضعيت هېر کړی و. پلار به مې راته ماشومتوب کې د خپل کاکا کيسه هم کوله، ويل زما نيکه چې وفات شو، ما ته يو کور په ميراث کې راورسېد، پر هغه مې کاکا قبضه وکړه خو ما له هغه سره د لانجې پر ځای محکمه کې د ملکيت دعوه واچوله او ورو-ورو مې مخ ته وړله. پنځه کاله وروسته محکمې زما په حق کې پرېکړه وکړه خو کاکا مې بيا هم کور راته پرېنښود. ما بيا ځلي مقدمه واچوله او ورو-ورو مې تعقيبوله.

دوه کاله وروسته مې کاکا وفات شو او ما مې خپل کور ترلاسه کړ. هغه مهال چې تره مې زما پر کور قبضه وکړه، سخته غوسه راغله خو وروسته مې فکر وکړ چې که هغه سره جنګ وکړم، زخمي به شم، کور به هم له لاسه ورکړم او دښمني به هم جوړه شي، ايله به په محکمو ګرځو او وخت او پيسې به مې هم بربادې شي.

کاکا مې زوړ سړی دی، دا به نور څومره وخت ژوندی وي، همغه وه چې بيا مې خبره محکمې ته کش کړه، دې جريان کې مې کاکا په خپل طبيعي مرګ وفات شو، ما خپل کور او د صبر پايله ترلاسه کړه. هغه مهال چې کاکا مې زما پر کور قبضه کړې وه، يوازې کور و خو اته کاله وروسته زموږ کلی سوداګريزه سيمه شوه، د کورونو بيې لوړې شوې او ما مې کور په شل چنده لوړ قيمت وپلوره.

له کاکا سره د شخړې په جريان کې به په آرام زړه خپل دفتر ته هم تلم راتلم، د خپلو بچيانو پالنه مې هم کوله او د ژوند له خوښيو مې هم خوند اخيست.”

زما پلار به راته تر دې کيسې وروسته همېشه ويل چې کله هم درباندې تکليف راشي، وخت يې محاسبه کړه او خپل ټول پام يوه مفيد کار ته واړوه، هغه تکليف به درته بيا تکليف نه ښکاري. ما له همغه وخته د خپل پلار دا پند ذهن کې وساته، اوس چې کله تکليف سره مخ شم، وخت يې محاسبه کوم او خپل پام يوه مفيد کار ته اړوم.”

ملګری مې تر دې خبرو وروسته غلی شو، دا نکته زما له پاره نوې او ځانګړې وه، ما ترې وپوښتل “اوس دې نو همدا روټين (معمول) دی؟!” هغه په قهقه وخندل او ويې ويل “هو، اوس چې له هر مشکل سره مخ شم، ځان سره وايم چې دا د نن ورځې تکليف دی، سبا به نه وي، د دې په وجه خپل نن او سبا ولې تباه کړم، دې سره مې تکليف ختم شي.” ما ترې وپوښتل “مثلاً؟” هغه وويل “مثلاً همدا چاغ سړی د پنځه دېرشو دقيقو تکليف و، موږ بايد له هغه سره يوازې پنځه دېرش دقيقې تېرې کړې وای، تر هغې وروسته زموږ دا تکليف خپله ختمېده.

مثلايو څوک راسره دوکه کوي، زه پر هغه کس او د هغه پر دوکې دواړو په قهقه خاندم او مخ پر وړاندې ځم، باور وکړه هغه کس او هغه دوکه څو ورځې وروسته زما له پاره يوه هېره شوې کيسه وي. زه په خپل کاري ژوند کې له ډېرو سرسختو آمرانو او جنجالي همکارانو سره مخ شوی يم، زه د هر سرسخته آمر په ليدو وايم، دا راغلی دی او بېرته به ولاړ شي، زه بايد ولې خپل ژوند برباد کړم؟ ما مې د هر جنجالي همکار په اړه هم همدا فکر کړی چې هغه د يوه خورا لنډ سفر د لنډې مودې مساپر دی، خپل منزل ته په رسېدو به ښکته شي يا به زه پر خپل سټاپ ښکته شم، ما ته له هغه سره د لانجې هيڅ ضرورت نه شته. باور وکړه زما هغه سرسخته آمران هم تللي او جنجالي همکاران هم او زما سفر تر همداسې روان دی، زما ژوند ورځ تر بلې خوندور کيږي.”

هغه غلی شو، ويې خندل او بيا يې وويل “ته هم دا حقيقت ذهن کې کېنوه، ژوند د پنځه دېرشو دقيقو هوايي سفر دی، ته د خپل ملګري مساپر په وجه خپل سفر مه خرابوه، د تکليف وخت محاسبه کړه او ټول پام يوه مفيد کار ته واړوه، ستا ژوند به هم ښه تېر شي.”
ما د “هو” په دود سر وخوځاوه، هغه په خپل موټر کې کېناست او زه خپل دفتر ته ولاړم خو همغه ورځ ده او بيا نن، زه چې کله هم له کوم مشکل سره لاس و ګرېوان شوی يم، زړه کې وايم، دا د پنځه دېرشو دقيقو هوايي سفر دی، پای ته به ورسيږي او دا مشکل به له ما ژر هېر شي، سبا به مې په ياد هم نه وي، زه يو ځل مخکې هم له داسې يوه مساپر سره ناست وم چې د بدبويۍ له وجې يې زما ساه تنګه شوې وه او زه يې د پوسټر په شکل په ديوال پورې سريښ کړی وم، د ژوند سفر انتهايي لنډ دی.

که موږ دا لنډ سفر د شکايتونو مجموعه کړو، ډېر به سخت شي، موږ به له خپله منزله په ميلونو- ميلونو لرې ښکته شو، له همدې امله هم تکليف درکوونکي او هم ځان همداسې پرېږدئ، يوازې خپل سفر ته متوجه شئ او باور ولرئ چې تکليف به مو خامخا ختم شي.

تبصرې (1)

  • ځکه خو یې د اسلام په مبارک دین کې پاکوالي ته د نیم ایمان درجه ورکړې ده. که په اوړي کې د دوبۍ او کابل تر مینځ هم سفر وکړئ، نو همداسې خدای وهلي بوین او خیرن خلک به ډېر ووینئ چې نه په ځان پاک دي او نه د کښېناستو په آدابو پوهېږي. که هر څومره په خوږه ژبه روا غوښتنه ترېنه وکړې، د بېلګې په توګه چې په ما تکیه مه کوه، یا بل څه، دی نو جنګ ته تیار شي. دا ځکه چې دوبۍ ته تللی او په الوتکه کې هم سپور دی. داسې نادان خلک ډېر لرو چې اسمان په -یزو ولي. غم یې مه کوئ