زلمی خلیلزاد له هندي چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د کشالې د سیاسي حل لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له طالبانو سره د مذاکرتو په منځ کې له یوې ورځنۍ وقفې څخه په ګټه اخستلو هند ته تللی او هلته  له هندي چارواکو سره په افغان سوله غږېدلی.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلی « تېرې دوې ورځې په ډيلي کې د بهرنیو چارو له وزیرې «سوشما سواراج» او د ملي امنیت له مشاور سره په افغان سوله وغږېدم، هند د افغان سولې په برخه کې زموږ له هڅو بشپړ ملاتړ اعلان کړ چې اورېدلو یې زه خوښ کړم، د هند ملاتړ کولای شي د سولې په اړه جوړېدونکې نړیواله اجماع قوي کړي».

نوموړی وړاندې زیاتوي «افغانستان ته  دسولې  راتګ له دې هیواد څخه د ترورستي حملو مخنیوی کوي او سیمه ئیزې اړیکې لا غښتلې کوي».

د خلیلزاد په وینا؛ لکه څرنګه چې هند د لرغونې او تر ټولې سترې ډیموکراسۍ سمبول پاته شوی نو ځکه موږ توافق وکړ چې د سولې په پروسه کې به د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ساتلو ته پام کوو او همدا راز هوکړې ته ورسېدو چې؛ د افغانستان د راتلونکې به د یوې مشروع او هر اړخېزې پروسې له لارې افغانان خپله ټاکي.

یاده دې وي چې؛ خلیلزاد داسې مهال له هندي چارواکو سره په افغان سوله خبرې کوي چې د نوموړي په مشرۍ امریکایي ډیپلوماټان له تېرې یوې اونۍ راهیسې له طالبانو سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي او د سرچینو په وینا؛ له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو په مهالوېش او له دې هیواد څخه نورې نړۍ ته د خطر نه پېښېدلو په څېر په دوو حیاتي موضوعاتو توافق ته نږدې شوي او په دې برخه کې د نظر اختلاف راکم شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د