ورزش

د احمد شاه ابدالي سیالۍ؛ غوره لوبډله، غوره توپوهونکي او غوره توپ اچونکي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ غوراوي، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د کورني کرېکټ په پار د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالیو لومړی پړاو پای ته ورسید چې په کې د سپين غر لوبډلې په زیاتو پواینټونو درلودلو سره لومړی مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ چې د تېرې اپریل میاشتې په ۴مه نېټه د شپږ لوبډلو په ګډون د کابل په ایوبي، د ننګرهار په غازي امان الله خان او په کنړ لوبغالي کې پېل شوې او د روانې میاشتې تر ۲مې نيټې یې دوام وکړ چې په کې د امو او میس عینک لوبډلو دوه-دوه سیالۍ وګټلې.

غوره لوبډلې:

په دې سیالیو کې چې هرې لوبډلې پنځه-پنځه لوبې ترسره کړې سپین غر او کابل یوازینۍ لوبډلې دي چې ماتې یې نه ده خوړلې، له دې پرته هرې یوې لوبډلې یوه-یوه سیالۍ کې ماتې خوړلې ده.

سپین غر لوبډله په(۶۳) پواینټونو لرلو سره په لومړي، د امو لوبډله په (۶۰) پواینټونو لرلو سره په دویم، میس عینک په (۵۷) پواینټونو لرلو سره په دریم، کابل په (۵۷) پواینټونو لرلو سره په څلورم، بست په (۲۰) پواینټونو لرلو سره په پنځم او د بند امیر لوبډله په (۲۳) پواینټونو لرلو سره په شپږم نمبر ده.

غوره توپوهونکي:

لومړی: نجیب ترکی) چې د سپین غر لوبډلې لخوا لوبیده، ټولې ۵ سیالۍ او ۸ پاڼۍ ترسره کړې دي، نوموړي د ۴ سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مرسته په ۸۳.۷۵ اوسط او ۲۰۰ زیاتو منډو سره (۶۷۰) منډې جوړې کړې، نجیب ترکي په فرسټ کلاس سیالیو کې دریم لوبغاړی شو چې زیاتې شپږیزې وهي.

دویم: (شاهد الله کمال)، د بند امیر لوبډلې تکړه لوبغاړی شاهدالله کمال چې په تېرو فرسټ کلاس سیالیو کې هم ښه ځلیدلی و په روان کال لومړي پړاو کې ۵ سیالۍ او ۸ پاڼۍ ترسره کړې، چې د ۳ سلیزو او ۲ نیمه سلیزو په مرسته یې په ۸۷.۱۴ اوسط او ۱۸۹ زیاتو منډو سره ۶۱۰ منډې جوړې کړې.

دریم: احسان الله جنت) د میس عینک لوبډلې توپوهونکي په ۴ سیالیو او ۶ پاڼیو کې د ۲ سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مرسته په ۸۷.۳۳ اوسط او ۲۴۸ زیاتو منډو ټولې ۵۲۴ منډې جوړې کړې.

غوره توپ اچونکي:

لکه څرنګه چې په توپوهنه کې ځینې لوبغاړي ښه وځلیدل دغه ډول په توپ اچونه کې هم په ځانګړي ډول سوکه توپ اچونکي ښه وځلیدل، چې درې غوره لوبغاړي یې په لاندې ډول دي:

لومړی: (ظاهر خان) د میس عینک لوبډلې سوکه توپ اچونکي ظاهر خان په ۵ سیالیو او ۹ پاڼیو کې د ۶/۵۴ غوره توپ اچونې سره ۳۰ ویکټې واخیستې، نوموړي دوه وار پنځه ویکټې اخیستې دي.

دویم: (ظهیب احمدزی) د امو لوبډلې توپ اچونکي په ۴ سیالیو او ۷ پاڼیو کې په ۷/۵۱ غوره توپ اچونې سره ۲۹ ویکټې اخیستې دي، نوموړي درې وار پنځه ویکټې اخیستې دي.

دریم: (ضیاءالرحمن) د مین عینک لوبډلې سوکه چپ لاسي توپ اچونکي په ۵ سیالیو او ۹ پاڼیو کې په ۶/۵۲ غوره توپ اچونې سره ۲۹ ویکټې اخیستې دي، نوموړي ددغو سیالیو پرمهال دوه واره پنځه ویکټې واخیستې.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x