افغانستان

دوستم: د لویې جرګې د رابللو طرحه ما جوړه کړې وه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «محمد اشرف غني» لومړی مرستیال «عبدالرشید دوستم» وايي؛ د لويې جرګې د رابللو طرحه ما جوړه کړې وه خو؛ سمه ګټه ترې وانخستل شوه.

دوستم چې د جوزجان ولایت له یو شمېر مخورو سره یې خبرې کولې وویل « د لویې جرګې د رابللو د طرحه زما وه خو متاسفانه له هغه څخه سمه استفاده ونشوه ځکه اوبه لا لیدل شوې نه وې چې خلګو موزې ورته وکاږلې».

د دوستم په وینا؛ نوموړی په مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر غني له خبرو سره مخالف دی ځکه په خبره یې؛ سوله په سوال او ګدایي باندې لاسته نه راوړل کېږي.

د وستم همدا رزا په یاده لیدنه کې دشمالي ولایاتو کې د «خراب امنیتي» وضعیت پړه په مرکزي حکومت ورواچوله چې په وینا یې؛ شمالي ولایاتو ته یې د بې کفایته چارواکو په ګمارلو سره امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړی.

دوستم ګواښ وکړ چې؛ که مرکزي حکومت د جوزجان ولایت ستونزو ته لاسرسی ونکړي دی به خپله په دې اړه تصمیم ونیسي.

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت د مشر لومړی مرستیال داسې مهال په شمال کې له شته امنیتي وضعیت څخه سر ټکوي چې کابو دوه اونۍ وړاندې د شمالي ولایتونو د امنیت د ښه مدیریت په موخه یادو ولایتونو ته ځانګړې قول اردو جوړه شوه خو؛ ددوستم په وینا؛ د یادې قول اردو په راس کې بې کفایته امنیتي چارواکي ګمارل شوي چې د وضعیت د ښه والي لپاره یې لا هم ګام ندی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x