افغانستان

لوګر: نامعلومو وسلوالو د علماو شورا مرستیال مولوي امیرجان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت د پل علم جامع جومات خطیب او د علماو شورا مرستیال امیر جان نن د سې شنبې په ورځ ماخوستن ۸ بجې د خمندو په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي پر وژنې خواشینې ښودلې او د هغه مړینه یې د لوګر د ولسونو او علماو لپاره یوه لویه تشه بللې ده.

تر اوسه هیڅ ډلې د نوموړي د وژنې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستې.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته ویلي چې نوموړی پر اته بجې د نامعلومو وسلوالو له لوري په نښه شو او بریدګر له سیمې په تیښته بریالي شول، خو دوی یې پلټنې پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د دیني عالمانو وژنې زیاتي شوي دي، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې چیرې چې تېره جمعه هم د قاري محمد حنیف محمدي په نامه د یوه جومات امام او نجم القرآن مدرسې بنسټګر او مدرس ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
منتقم منګل

اشعالګر په پلان کی لری چی هر دینی محور مشر ، بانفوذه اشخاص او د افغان ولس خواخوږی په یوه او بله طریقه شهیدان کړی.

وحیدالله غزنوي

دا کار د هغه خوارجو او قاتلانو دې چې په روژې میاشتې کې د مسلمانانو د قتل پر زیات ثواب ټینګار کوې او فکر کوې چې دوي ته دمسلمان قتل داسې روا دې څرنګه چې نبې اخیر زمان صلی الله علیه وسلم او دهغه صحابه وو ته د مکې د مشرکینو قتل روا وو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x