ورزش

چمپينز ليګ: ليورپول؛ برسلونا ته په تاريخي ماتې ورکولو پايلوبې ته لار وموندله – ويډيو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو ليګ (UCL) تر ټولو په زړه پورې سيالۍ تېره شپه د برسلونا او ليورپول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په کې ليورپول برسلونا ته ستره تاريخي ماتې ورکړه.

د چمپينز ليګ نيمه پايلوبې په دويم پړاو کې برسلونا په داسې حال کې ماتې وخوړه او له سياليو بهر شوه چې پر ليورپول يې درې ګوله وړاندې والی درلود.

د برسلونا لخوا د نړۍ ستر نامتو لوبغاړی ليونل ميسي چې تېره لوبه کې يې دوه ګولونه وهلي وو ونه توانېد ګول ووهي، نوموړي له خپلو لوبغاړو څخه غوره ملاتړ ونه موند، او همدا ډول يې لوبغاړو څو واره داسې سترې غلطيانې وکړې چې د ګول خوړلو لامل شوې.

د ليورپول لوبډلې د نيمه پايلوبې په لومړي پړاو کې په درې صفر ماتې خوړلې وه، چې په دويم پړاو کې ورته د محمد صلاح او روبيرټو فرمينو په نه شتون کې بريا ناشونې ښکاريده.

ليورپول لوبډلې ته د بريا لپاره څلور ګولونه کول وو، خو برسلونا لوبډلې د بريا يو شمېر چانسونه درلودل، دوی ونشو کولای هيڅ کوم ګول ووهي خو په بدل کې يې څلور ګولونه وخوړل.

په دې بريا سره د ليورپول لوبډله په پرلپسې دويم وار د اروپا اتلانو لیګ پايلوبې ته لار وموندله، له دې وړاندې يې تېر ۲۰۱۷-۱۸ کال د ريال ميدريد لوبډلې سره پايلوبه ترسره کړې وه چې په ۳-۱ يې ماتې خوړلې وه.

د بيګانۍ لوبې پېل په داسې حال کې وشو چې برسلونا لوبډلې په درې-صفر وړاندې والی درلود، د لوبې پېل د ليورپول لخوا په زړه پورې و چې په اوومه دقيقه کې يې ګول وواهه، له دې وروسته ليونل ميسي د ليورپول په ګول څو حملې وکړې خو سيال ګول کيپر يې مخه ونيوله، په همدې ډول لومړۍ نيمايي په يو-صفر پای ته ورسيده.

د دويمې نيمايي پېل سره يو وار بيا ليورپول لوبډلې حمله کونکې لوبه پېل کړه چې په ۵۴مه دقيقه کې يې دويم او په ۵۶مه دقيقه کې يې دريم ګول وواهه، دغه مهال د برسلونا لوبډله له سخت فشار سره مخ شوه او وار په وار يې غلطيانې ترسره کولې.

په ۷۹مه دقيقه کې د ليورپول لخوا داسې چل ورکونکی ګول ووهل شو چې ټول لوبغالی هک حيران پاتې شو، په همدې ډول برسلونا په ۴-۰ (۴-۳ اګريګيټ) ماتې وخوړه او له سياليو بهر شوه.

د اروپا اتلانو ليګ دويمې نيمه پايلوبې دويم پړاو چې د اياکس او ټوتنهام لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي نن د شپې په ۱۱:۳۰ بجې پېل کيږي، په دې کې اياکس لوبډله پر ټوتنهام په يو-صفر وړاندې والی لري.

د يادې تاريخي او په زړه پورې لوبې ويډيويي لنډيز:

https://youtu.be/Ozd-WlBk7IA

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x