پاکستان: لاهور ښار کې چاودنې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د پنجاب ایالت په ستر ښار «لاهور» کې د «داتا دربار» په نوم زیارت تر څنګ زوروې چادونې شاوخوا ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس؛ چاودنه د زیارت دروازې ته څېرمه د حکومتي ځواکونو له یوه موټر سره په څو مترۍ کې شوې او تر ډېره ګمان دادی چې هدف یې د «ایلیټ» په نامه دولتي ځواکونه وو.

راپورونه زیاتوي؛ په یاده پېښه کې د ۲ حکومتي ځواکونو په شمول ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي چې له ډلې یې د څلورو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، په سیمه کې موجود یوه امنیتي چارواکي «ډان نیوز» ته ویلي چې؛  په یاده پېښه کې ۱۵ تنه ټپيان  شوي او له ډلې یې د ۸  تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د راپورونو له مخې؛ له برید سره سم پېښې ته د مرستندویه حکومتي ځواکونه او د ژغورنې ټیمونه رسېدلي او د ښار په ټولو روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی.

یاده دې وي چې؛ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه په غاړه نه ده اخستې.