افغانستان

سناتوران: ولسمشر دې د تېر په څېر پاکستان ته د «تفریح» لپاره نه ځي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي؛ ولسمشر غني دې پاکستان ته د خپل سفر په مهال د افغانستان هر اړخېزې ستونزې او له یاد هیواد څخه افغانستان ته متوجه مشکلات د پاکستان له لومړي وزیر سره شریک کړي او د تېرو سفرونو په څېر دې پاکستان ته تفریح او نمایش لپاره نه ځي.

د مشرانو جرګې منشي «عبدالله قرلق» په دې اړه وویل؛ هیله لرو چې د ولسمشر سفر به د تېر په څېر تفریحي او  سیاحتي نه وي بلکې په دې سفر کې باید په طالبانو باندې د پاکستان شته نفوذ ته په کتو په یاد هیواد فشار راوړل شي څو طالبان بین الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي.

په ولسي جرګه کې د سیکانو د ټولنې پخوانۍ استازې «انار کلي هنریار» وویل؛ تمه ده چې پاکستان ته به د ولسمشر غني سفر له لاسته راوړنو ډک وي او یاد هیواد به د سولې په برخه کې رېښتینو هڅو ته وهڅوي.

ددې جرګې بل غړي «ګل احمد اعظمي» بیا پاکستان په افغانستان کې د جنګ په دوامداره ساتلو تورن کړ او زیاته یې کړه « پاکستان زموږ د ګاونډي په حیث په افغان سوله کې ستر رول لوبولای شي ولسمشر باید په خپل سفر کې ددې هیواد هڅې د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې ضمانت کړې».

یاده دې وي چې؛ د ګډ حکومت مشر داسې مهال پاکستان ته ځي چې؛ درې ورځې وړاندې پاکستاني الوتکو د خوست سپېره ولسوالۍ بمبار کړه او په پایله کې یې نهو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته چې په تړاو یې د ګډ حکومت چوپتیا له پاکستان سره د ګډ حکومت د پټو معاملو شکونه بیا راتازه کړل.

پر دې سربېره څارونکي پاکستان ته د ولسمشر سفر ته نیکې هیلې لري ځکه په وینا یې؛ محمد اشرف غني تېر ځل له پاکستان سره ډیورنډ کرښه معامله او له یاد هیواد سره د استخباراتي پټو معلوماتو د تبادلې هوکړه لاسلیک کړه او شاید دا ځل هم ورته بل ګام واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله روحمل

پاکستان باید په دی پوه شی چی په ډیورند فرضی کرښی معامله د غلامو حاکمانو صلاحیت نه دی د ډیورند فرضی کرښه کرغیړنه کرښه ده چی افغانانو پری میلونونه شهیدان ورکړی نو واک او اختیار یی هم د افغان ولس صلاحیت دی او تر څو چی یو مسلمان افغان ژوندی وی دخپلی غصب شوی ځمکی پوښتنه به خامخا کوی

جميل

غنيګۍ به بيا يو څو کيلومتره مځکه وپلوری او له پاکستانه به د مذاکراتو او د امريکايانو د وتلو د خنډ غوښتنه ځنی وکړی خو پاکستان دی پدی پوه وی چی د غلام دولت پريکړی او امظاګانی د مستقل او آزاد افغانستان لپاره کوم اعتبار نلری او پاکستانی مليشی به بيرته شاګرس ته اړی شی . غنيګۍ خو د خپلی کفری مفکوری ،مقام او پيسو لپاره تر هرڅه تير دی هغه خو شرم او حيا نلری تاسو سناتورانو پدی ۱۸ کلو کی څه توره وکړه چی اوس مو پدی بيچاره ليونی پسی را اخيستی دی يوڅه پام خو وکړی هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x