ورځپاڼه: امریکا د بشرحقوق په نړیواله «ټوکه» بدل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): له ترکیې هیواد څخه خپریدونکې «ټي ار ټي» ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري د «محمد» په نوم د یوه عراقي وګړي په وژنه د تورن فوځي بښل ارزولي.

محمد؛ په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په عراق کې په امریکايي عسکرو باندې د سړک د غاړې ماین تر چاودنې وروسته د یاد برید د طراح او د القاعدې شبکې د غړي په تور  بندي او د امریکايي عسکرو تر واک لاندې یوې توقیف خونې ته ولېږل شول.

امریکايي استخباراتي چارواکو له «محمد» څخه پلټنې وکړې چې؛ په پایله کې یې په نوموړي لګيدلې تورونه بې اساسه وبلل شول او د امریکايي چارواکو له لوري د «بېهینا» په نوم یوه فوځي ته دنده وسپارل شوه څو نوموړی بیرته تر خپل کلي پورې ورسوي خو؛ په لاره کې  دې امریکايي فوځي «محمد علي منصور» لومړی بربنډ کړ او تر هغه وروسته یې په ډزو وواژه.

بیهینا؛ ادعا وکړه چې؛ محمد غوښتل په نوموړي برید وکړي چې؛ په غبرګون کې یې ده د خپلې دفاع په موخه  ډزې وکړې او محمد ورباندې ووژل شو.

د نوموړي دا  ادعا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د یوې امریکايي محکمې له لوري بې منطقه وبلل شوه او نوموړی په ۲۵ کلن بند محکوم شو تر هغې چې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر «ډونالډ ټرمپ» ورته بښنه وکړه او د نوموړي دا جرم یې ورته وباښه.

ورځپاڼه همدې پېښې ته په اشاره لیکي چې؛ امریکا همېشه ډیموکراټيک ارزښتونه په خپله خوښه کارولي چې له امله یې په اوسنۍ نړۍ کې د امریکا له لوري وهل کېدونکې د «بشري حقوقو» او «د قانون واکمني» په نامه نغارې په نړیوالو ټوکو بدلې شوي.

ورځپانه وړاندې زیاتوي؛ امریکا د عراق، افغانستان، ویتنام، سومالیا او … هیوادونو په اشغال او په کنډواله د بدلولو سربېره هلته سلګونه جنګي جرمونه ترسره کړي چې نه یوازې قربانیانو ته یې عدالت نه دی رسېدلی بلکې عاملین یې لا هم خلاصې تڼۍ ګرځي.

د ورځپاڼې د لیکوال په باور؛ امریکايي رسنۍ دا ډول پېښې پټوي او چارواکي بیا دې ډول مجرمینو ته د سزا ورکولو په ځای هغوی په مېډالونو نازوي.

یاده دې وي چې؛ دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا له لوري په اشغال شویو هیوادونو کې په جنګي جرمونو تورن فوځیان بښل کېږي، تر دې وړاندې هم لسګونه هغه امریکايي فوځيان بښل شوي چې ان د امریکايي محکمو په اعتراف؛ لاسونه یې د بې ګناه وګړو په وینو سره وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د