افغانستان

د هیواد په ختیځ کې یو بل امریکایي پوځي وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دوی یو سرتیری د هېواد په ختیځه برخه کې وژل شوی.

د ایساف له مطبوعاتي څانګې ویلي چې د دوی دا امریکایي سرتیری په یوې داسي پيښه کې وژل شوی چې له جګړې سره یې تړاو نه درلود.

ناټو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو وايي د یاد پوځي د مړه کيدو په اړه څيړنې روانې دي.

د امريکا پوځي چارواکي وایی د روان ۲۰۱۹ کال له پیله راهيسې په وسله والو بريدونو، چاودنو او نورو پيښو کې د دوی ۸ سرتیري وژل شوي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې د یاد پوځي د مړیني لامل څه دی، خو تر دې وړاندي داسې راپورونه ورکول شوي چې په افغانستان کې پوځي دندې ترسره کوونکي ځیني سرتیري ځان وژني کوي، همدارنګه ځیني وختونه د طالبانو له خوا چاودنې، نفوذي بریدونو او یا له لیري ویشتونکو توغندیو له امله هغوی ته مرګ ژوبله اوړي.

خو د ایساف پالیسي دا ده چې تر ډېره حده د خپلو پوځيانو د وژل کیدو پیښې له رسنیو پټي ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x