افغانستان

طالبان: د مخدره موادو کښت په موږ پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي؛ د مخدره موادو کښت په دوی پورې هیڅ اړه نه لري او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي.

د طالبانو ویاند «قاري محمدیوسف احمدي» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې «وروسته له هغه چې درې ورځې وړاندې  د امریکايي اشغالګرو لخوا د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې په عامو اولسي وګړو وحشیانه بمبار وشو او له امله يې تر ۱۰۰ پورې ملکي خلک شهیدان او ټپیان شول، ګڼ کورونه ونړیدل، یو شمیر رسنیو د دښمن له خولې آوازه واچوله چې ګنې دلته د اسلامي امارت د مجاهدینو د مخدره موادو کارخانو شتون درلود او شهیدان شوي خلک هم مجاهدین دي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «موږ دغه راپورونه په کلکه ردوو، د اسلامي امارت هيڅ مجاهد د مخدره موادو په کوم کار او تجارت کې ونډه نه لري، بناء دا موضوع په اسلامي امارت پورې هيڅ تړاو نه لري، په فراه  ولایت کې شهیدان شوي خلک ټول عام بزګران او اولسي وګړي دي».

په یاده اعلامیه کې طالبانو همدا راز څرګنده کړې چې؛ رسنۍ او ازاد بشري بنسټونه کولای شي د وضعیت د ارزولو په موخه سیمې ته ورشي او د پېښې له ځایه لیدنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x