ورزش

حمید حسن: راتلونکی نړیوال جام به مې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ غوایي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او چټک توپ اچونکي حمید حسن رسما اعلان وکړ چې راتلونکی نړیوال جام به یې د یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبې وي.

حمید حسن له دې وړاندې ویلي وو که چیرې په نړیوال جام کې چانس ورکړل شي او وکولای شي د افغان لوبډلې په ګټه ولوبیږي نو دا به یې د ملي لوبډلې سره وروستۍ لوبې وي.

چټک توپ اچونکی که څه هم په خپله روغتیا پوره باوري نه دی او د نوموړي په وینا چې وبه نشي کولای ټولې سیالۍ ولوبوي خو زیاتوي چې په کومو لوبو کې لوبیږي خپل ټول کوښښ به کوي تر څو د افغانستان په ګټه د خپل کیریر په وروستۍ کې ښې لاسته راوړنې ولري.

په ۲۰۱۵م کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان یو تر ټولو غوره توپ اچونکی حمید حسن له تېرې اوږدې مودې راهیسې په پښو کې د سختو ټپونو له کبله له لوبډلې بهر و، خو د نوموړي په وینا چې اوس له سختو تمریناتو کولو وروسته کولای شي د پخوا په څېر توپ اچونه وکړي.

حمید حسن د افغان کرېکټ بورډ له خبریال سره په خبرو کې زیاته کړه چې نور د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه کوي، خو په شل اوریزو لوبو کې به د ملي لوبډلې سره یوځای وي، همدا ډول نوموړي باور وښوده چې د افغانستان په داخلي لیګونو او فرسټ کلاس سیالیو کې به هم لوبیږي.

۳۱ کلن حمید حسن یوازینی لوبغاړی دی چې افغان لوبډله یې د چټکې توپ اچونې په برخه کې نړیوالو ته وروپيژندله، تر اوسه نړیوال مبصرین په دې نظر دي چې افغانستان لوبډلې تر ده وروسته کوم غوره چټک توپ اچونکی نه دی موندلی.

نوموړي د افغان لوبډلې په ګټه له ۲۰۰۹م کال راهیسې ټولې ۴۴ سیالۍ ترسره کړي چې (۸۸) ویکټې يې ترلاسه کړي دي، له دې څخه ۳۲ یو ورځنۍ سیالۍ دي چې ۵۶ ویکټې او ۲۲ شل اوریزو سیالۍ دي چې ۳۲ ویکټې یې اخیستې دي.

د حمید حسن مرکه دلته لیدلای شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x