ورزش

یوه هندي شرکت په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ غوایي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې د نړیوال جام سیالیو لپاره یې د هندي ستر خوراکي او د لبنیاتو تجارتي شرکت امیول (amul) سره د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ سپانسرشیپ تړون لاسلیک کړی دی.

د سه شنبې په ورځ د مۍ میاشتې په اوومه نېټه د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړ چې د راتلونکي ۲۰۱۹م نړیوال جام سیالیو لپاره به هندی شرکت (Anand Milk Union Limited) د افغان لوبډلې مالي ملاتړی وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر اسدالله خالد د هندي چارواکو سره دغه تړون لاسلیک کړ، نوموړي رسنیو ته ویلي چې دا د ۱۵۰زره امریکایي ډالرو تړون دی چې یوازې د نړیوال جام سیالیو پورې محدود دی.

د یاد شرکت چارواکو هم پر دغه تړون خوښي ښودلې او هیله یې څرګنده کړه چې افغان لوبډله به ښه کاکردګي ترسره کوي، چې په مرسته به یې دغه شرکت نور هم وده وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې دوی هڅه وکړه له داخلي شرکتونو سره دغه تړون لاسلیک کړي خو ددوی په وینا هیڅ افغان شرکت له کرېکټ بورډ سره په دغه برخه کې تړون ونه کړ.

له دې وړاندې د افغانستان مشهور شرکت «الکوزی» د افغان کرېکټ بورډ سره د لسو کالو لپاره د هر ډول مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړی و خو تر پنځه کالو بشپړیدو وروسته دوی دغه تړون لغوه کړ، چې له هغې وروسته افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره د افغانستان اسلامي بانک سره تړون وکړ.

د یادولو ده چې د کرکټ نړیوال جام به د روان کال په ۳۰مه نېټه په انګلستان او ویلز هېوادونو کې پیل او د همدې کال د جولای میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړ، افغان لوبډله به د یاد جام په لومړي پړاو کې ۹ سیالۍ ترسره کوي چې له مخې به یې لومړۍ سیالۍ د جون میاشتې په لومړۍ ڼېټه د بریسټول په لوبغالي کې د اسټرالیا پر وړاندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x