کابل ښار کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د پلازمېنې کابل په «یعقوب خان» نومي څلور لاري کې درنې چاودنې د کابل ښار لړزولی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» پېښه تائیدوي خو په وینا یې د چاودنې نوعیت او د تلفاتو کره شمېر لا معلوم نه دی.

بل لور ته طلوع نیوز له سیمې څخه د یوه عیني شاهد له خولې لیکلي چې؛ د پېښې په سیمه کې تر چاودنې وروسته ډزې هم رواني دي.

د یادې پېښې پړه په رسمي ډول چا په غاړه نه ده اخستي.

یاده دې وي چې؛ نننۍ چاودنه په تېرو شلو ورځو کې د مخابراتو په وزارت تر برید وروسته دویمه ستره چاودنه ده چې د کابل له ګڼې ګوڼې ډک ښار کې رامنځته کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د