ناکام زوی

له عربي ژباړه: حمدالله حلمیار

ماښام نژدي وو

سړی سا نیولی کورته راننوت، په پخلنځي کې یې د غوښو او نورو خوراکي توکو کڅوړې کیښودې او ښځي ته یې وویل: زما ډیر ګران دوست مې میلمه دی، کلونه کیږي نه مي دی لیدلی.

ښه با سلیقه او تعلیم یافته ځوان دی.

نن باید خوندور خواړه تیار کړې.

نن داسي دسترخوان تیار کړه چې هیڅ نوعه خواړه هم پکې کم نه وي… زه ځم بازار ته ځینې تازه میوې به راوړم.

او ها… د میلمه تر راتګ مخکې بابا د کور له کوټې هغه د شا طرف کوټې بوزه، هسي نه د بابا په لیدلو زموږ د ګران میلمه وخت خراب نشي…

ځوان ووت.

بوډا پلار یې چي د زوی او نږور مکالمه واوریدله.

یوه شیبه یې د حسرت اوښکې توی کړې، په دې تکل راپاڅیدی څو شپه کورته په نژدې پارک کې تیره کړي، تر څو د زوی د غوښتنې مطابق د هغوی له بانډار او خواله لیري وي، سهار به بیرته کورته راشي، میلمه به هم تللی وي…

یخني هم زیاته وه او د شپې یې د زیاتیدو ویره وه…

په ټپریدلو او کاواکه ګامونو د سرک غاړې ته ورسیدی.

د ډیرې کمزورۍ له کبله یې نشو کولای تر سرک تیر شي.

یو ځوان چې ولیدی نو سلام یې ورته وکړ: پلارجانه! چیرته روان یې په دې ناوختي کي؟

بوډا ورته وویل: بچیه د سرک ها بلې غاړې ته پارک ته روان یم.

ځوان ورته وویل: بابا زه به مو تر سړک واړوم…

بوډا چې اوښکې یې پر مخ روانې وې وویل: نه بچیه! ته ورځه خپل کار پسې دي، ناوخته ده، زه دادی ورو ورو روان یم…

ځوان ټینګار کاوو ویل: هسي زه هم کار نلرم، نن مې د یوه دوست کره میلمه یم دا څو کاله نه وم ورته راغلی او دادی هدف ته مې بیخي نژدي راغلی یم…

بوډا ورته وویل: عجیبه ده، زما زوی ته هم نن د ډیرو کلونو دوست را روان دی، زوی مې زما نږور ته ویل چې پلار له کور نه بهر بلې کوټې ولیږه څو په لیدو یې میلمه نارامه نشي، ما چې ددوی خبرې واوریدې نو مناسبه مي وګڼله چې پخپله رواوزم…

ځوان چې د پلار د نشتوالي ارمان یې زړه ته غریو درولی وو د بوډا په دې وینا نور هم زړې پرې بد شو او بوډا یې بې اختیا په غیږه کي ټینګ کړ…

بوډا او ځوان دواړو سره وژړل… ځوان ورته وویل: بابا نن شپه به له ماسره ځې تر څو په یوه ریستورانت کې دي میلمه کړم… بوډا انکار وکړ او زیاته یې کړه، نه نه بچیه ورشه د خپل دوست میلمستیا ته زه درسره نشم تلای …

ځوان ورته کړل هغه مهمه نه ده اوس ورته زنګ وهم چې نن نه درځم د سبا ترتیب به ونیسي.. ټکسي یې ودروله او بوډا یې یوه ښکلی ریستورانت ته بوتلو، تر خوراک مخکې یې دوه ګرم څښاک راوغوښتل، په دې کې موبایل وشرنګیدی، د ځوان کوربه دوست وو ګوشۍ یې جګه کړه خبره یې پرې ړومبۍ کړه: ګرانه ډیر معذرت غواړم نن ستاسو میلمستیا ته نشم درتلای، ځکه پلار مې هیله وکړه چې نن شپه ورسره یوځای وم، نو ما راوستی د ښار فلان ریستورانت ته، او پخپله ناغه کې به نن ته او میرمنه دې خامخا زما میلمانه کیږئ!! کوربه لږ خو او نه وکړل خو بالاخیره د میلمه ځوان ډیر اصرار اړ کړ چې راشي.

څو شیبې پس ریستورانت ته نژدي موټر ودریدی، د بوډا زوی او نږور چې شیک اوپاک کالي یې اغوستي وو ریستورانت ته راننوتل… د بوډا شا دروازې لور ته وه ځوان ورپاڅید او دوی دواړه یې میز ته راوستل… ښځه او سړی چي کیناستل او لومړی ځل یې بوډا ولید نو شوک او وارخطا شول، دوی خپل دوست ته د دوو پیسو شول، ځکه دا بوډا خو د میلمه پلار نه بلکه ددوی د خپل کور وو…بوډا چې د زوی او نږور د مخ رنګ بدل ولید نو په موسکا یې دواړو ته په داسي انداز کې لاس ورکړ لکه دوی چې هیڅ نه
پیژني، زوی او نږور یې د مننې، شرمندګي او پښیمانۍ په ګډو احساساتو روغبړ ورځواب کړ…

که څه هم لږ یې د مخ ګونه”رنګ” برابر شوی وو خو د ډوډۍ په خوراک نه پوهیدل.

میلمه چې اوس د دویی دواړو کوربه وو څو ځله یې د خوراک ورته وویل خو هغو پر خپل شرمونکي موقف اسویلي ایستل…

ځوان پر بوډا د خپل پلار مینه ماتوله او د بوډا پر ستړي ژوند او بده ورځ یې ژړل، بوډا بیا د خپل زوی د بدسلوک څخه په سلګو وو او د بوډا زوی او نږور بیا پر خپل کړي عمل د پښیمانۍ او حسرت اوښکې تویولې…

نو وروڼو! که مو له مور او پلار څخه یو یا دواړه ژوندي وي، قدر یې وکړئ، په خبرو کې داسي څه مه وایاست چې د هغوی زړه او احساس زخمي کړي.

ځکه د والدینو په رضا کې د الله تعالی رضا نغښتې او په دعا یې د جنت لاره مونده شی.

قل رب ارحمهما کما ربیاني صغیرا