nawaz-sh

نواز شريف د دویم ځل لپاره خپله زندان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف وروسته له هغه بیرته زندان ته په خپله خوښه ولاړ، چې محکمې هغه ته د شپږو اونیو لپاره له محبس څخه د وتلو اجازه ورکړې وه.

پاکستاني تلویزونونو د هغي لاریون ډوله قافلې تصویرونه په ژوندۍ بڼه خپاره کړل چې د مسلم لیګ ګوند کارکوونکو د دوی مشر له خپلې استوګني (جاتي امرا) څخه دلاهور کوټ لکهپت محبس ته ورساوه.

رسنیو ویلي چې امنیتي ځواکونو د هغه د بیا نیولو تیاری کړی و، کله چې پولیس د نوازشریف استوګنځي ته ورغلل، نوموړي له ځان تسلیمولو انکار وکړ او پخپله خوښه زندان ته ولاړی.

نواز شریف د 2018 کال 24 دسمبر کې د (پاناما او العزیزیه سټیل میلز) په نوم قضیو کې د مالی اختلاس له امله د احتساب محکمې لخوا تورن پیژندل شوی او په 7 کاله بند محکوم شوی، شپږ اونۍ وړاندي د تداوي په غرض له جیل څخه په ضمانت د خلاصون اجازه ورکول شوي وه. چې د رواني مئ میاشتې په 7 مه نیټه یې وخت پوره شو او بیرته جیل ته ولیږدول شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د