دوهم تعقيب: کابل کې له چاودنو وروسته لاهم جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): نن غرمه مهال د پلازمينې کابل د لسمې امنيتي حوزې اړوند د نوي ښار سيمه کې د لويې څارنوالۍ شاته د يوې بهرنۍ موسسې په يو دفتر بريد شوی دی چې جګړه لاهم روانه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه ليکلي دي چې د کاونټربارټ په نامه د امريکايانو ياده شبکه چې د امريکا د USAID له لوري رامنځته شوې ده په افغانستان کې په تخريبي فعاليتونو کې ونډه درلوده چې د دوی تر بريد لاندې راغلې او جګړه لاهم دوام لري.

مجاهد ويلي دي چې يادې شبکې ځينې ځانګړي بنسټونه هم جوړول چې د حکومت د مشر په ګډون ګڼ شمير دولتي کسانو په کې ګډون درلود.

هغه وايي چې يادې موسسې د «اينجيل» په نامه يو پروژه هم درلوده چې په وينا يې هڅه يې کوله چې خلک په ښکاره توګه د ښځو او نارينه وو مختلطوالي ته وهڅوي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ويلي دي چې جګړ روانه ده او سيمې ته يې د CRU په نامه ځانګړي پوليس له وسله والو سره د جګړې له پاره ليږلي دي.

رحيمي ويلي دي چې تر اوسه د بريد نوعيت نه دی معلوم شوی او په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده.

د پيښې له ځايه څخه له لرې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې هلته اوس هم لوګي پورته کيږي.

د افغانستان د روغتيا وزرات وياند وحيدالله مايار ويلي دي چې د چاودنې له ځايه تر اوسه نهه تنه ټپيان روغتونونو ته وروړل شوي دي.

د پيښې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده ده او خبريالانو ته سيمې ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د پيښې په اړه د نورو جزياتو له پاره له مونږ سره واوسئ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د