د ناتار مچ: اسدالله رزين

اسدالله رزين

سوله راغلې بیرته تللای نه سي
د ناتار مچ یې ځنډولای نه سي

سوله اوس سوله او نومیږي سوله
اوس دغه نوم څوک بدلولای نه سي

سوله په هره خوله کې شنه سوله ده
آن تر حلوا خوږه پسته سوله ده

سوله آرمان ده د ختو په حال کې
سوله د حسن ترانه سوله ده

سوله اوس خوند ده تمامیږي کله
سوله سپرلی ده مړاوې کیږي کله

سوله هجران اوس دلته نه را پریږدي
سوله اوس مینه ده سړیږي کله

سوله په کلي او کوڅو کې سوله
سوله په دښتو او خیمو کې سوله

سوله د هرافغان سکه او ناسکه نه لري
سوله مغزوکې ده سینو کې سوله

سوله انعام ده د سرو په بیه
سوله راغلې د زلمو په بیه

سوله خیرات کې چا راکړې نه ده
سوله د ګڼو هدیرو په بیه

سوله یتیم سره ژړا کې راغله
سوله د بورې مور دعا کې راغله

سوله د کونډو د سلګو ځواب ده
سوله د وینو بهیدا کې راغله

سوله لکڼو کې پښو کې سوله
سوله ړندو سترګو ټپو کې سوله

سوله زندان کې بې ګناه بندي وه
سوله هلته په تیارو کې سوله

سوله کیوبا کې قفسو راوسته
سوله بې رحمه تعذیبو را وسته

سوله د ستړي مجاهد منډو کې
سوله د هغه ستړو خولو را وسته

سولې ته ګواښ اوس هیڅ معنی نه لري
د شغال کوکه څه ترشا نه لري

د هغه عادت خوسې نارې وهل وي
څوک یی د چیغو هیڅ پروا نه لري

(رزینه) تا بیخې رښتیا وویل
زموږ اندیښنه وه تا صفا وویل

د سپي په خوله سمندر نه خبریږي

دغه ؤ حق، دغه حق تا وویل

رزین

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د