غزل: اختر محمد مشفق

اختر محمد مشفق

له ادمه تر دې دمه ، بنیادمه!
زه د ورور د لاسه مرمه، بنیادمه!

غره ته ځمه له لېوانو سره اوسم
کډه وړمه ستا له چمه، بنیادمه!

چې په کوم لوري رهی شم ، لکه ژبه
د غاښونو منځ ته ځمه، بنیادمه!

زړه مې خولې ته دې راغلی دومره تنګ یم
د حالاتو له سیتمه، بنیادمه!

راځه بیرته خپل بایللی جنت خپل کړو
راځه تیر شو له غنمه، بنیادمه!

وچې شونډې تږی،تږی مشفق ګرځي
چیرې یې؟آب زمزمه، بنیادمه!