
د قطر سفر «اوومه برخه»
حفیظ الدین پيرزاده
یادونه:
ښایي زہ یواځینی کس وم چې په مجلس کې مې د ټولو ملگرو د خبرو یادښت لیکه خو د دې سرہ سرہ د ځینو ملگرو یادښتونه را څخه پاته شوي!
ما له پیل څخه د سفرنامې د لیکلو نیت ھم نه درلود بلکې ھغه یادښتونه مې د خپلو شخصي مالوماتو لپارہ را ټولول!
زما ارادہ داسې وہ چې دا لیکنه باید دوہ برخې ولري خو دا لړۍ د ملگرو د ډیر اصرار او تشویق له امله ھمداسې پسې وغځیدله او نه پوھیږم نورہ به څومرہ وغځیږي؟!!!
له ھغو ملگرو څخه چې زہ یې د مجلس په جریان کې د خبرو پر لیکلو نه یم توانیدلی، په کمال د احترام عفوہ غواړم!
ھیله دہ بښنه راته وکړي!!
د انجنئیر صیب محمد نذیر تنویر وینا:
د انجنئیر صیب خبرې ډیرې ژورې او د کار وې! استدلال یې ھم پر ایت او حدیث ولاړ و.
د ھغه د خبرو مھم ټکي:
د ناورین پیژندنه:
انجنئیر صیب پخپله دې خبرہ کې په حقه دی چې وایي: موږ باید د ھیواد ناورین چې ھغه یې شناسایي از بحران بولي، و پیژنو او بیا یې د حل لپارہ د مناسبو لیارو د پیدا کولو ھڅه وکړو.
د انجنئیر صیب په اند اوسني حالات ھماغه د پیغمبر علیه السلام د وخت د احزابو جنگ ( د خندق غزا) ته پاته کیږي.
ھغه مھال د کفارو مختلفې قبیلې د اسلام پر ضد متحدې شوې وې او اوس ھم!
ھغه مھال ھم ټولنه په درې ډلو ویشل شوې وہ؛ کفار، منافقین او مومنین او اوس ھم!
ھغه وویل: څوک چې له اشغال سرہ مرسته کوي او ورسرہ په یو صف کې ولاړ وي، د مدینې له منافقینو ( عملي) سرہ چندان توپیر نه لري!
د انجنیر صیب خبرې ډیرې وې خو د معضلې یا ناورین د حل په اړہ یې څلور نکتې ذکر کړې:
۱- د اشغال خاتمه
۲- له افغان خاورې پر بل چا عدم تجاوز
۳- د رھبرۍ د کدر او د علمي یا مسلکي کدر سرہ بیلول
۴- د افغانانو تر منځ تفاھم نه د افغانانو تر منځ سوله
د خپلې دریمې نکتې په تشریح کې وایي:
زموږ روشنفکرې او تحصیلیافته طبقې پر وطن د راغلي ناورین څخه د خلاصون په مبارزہ کې رغندہ ونډہ نه دہ اخیستې. ډیري یې لا د اشغال په گټه د اشغال په خوا کې او د اشغال په خدمت کې د اشغال د عمر د ډیریدو لامل شوي.
نو ځکه دا خلک په ایندہ افغانستان کې د ز عامت لپارہ مناسب نه دي! موږ باید د رھبرۍ کدرونه او مسلکي کدرونه بیل کړو!
د رھبریت کدر باید د امارت وي او له مسلکي کدرونو څخه باید یواځې مسلکي کار واخیستل شي!
د انجنیر صیب موخه له مسلکي کدرونو څخه ھمدا روشنفکرہ ډله وہ!
د خپلې څلورمې نکتې په سپیناوي کې وایي:
بین الأفغاني تفاھم ته د بین الأفغاني سولی نوم ورکول ھم سم نه دی! دا جگړہ د افغانانو تر منځ نه دہ، بلکې د جگړې یو اړخ افغان ولس دی او بل اړخ یې اشغالگر او د ھغوی داخلي جمبوریان!!
انجنیر صیب په دري وغږید او ما یې خبرې په پښتو تعبیر کړې. ھیله دہ انجنیر صیب دا لیکنه وگوري او که کوم ځای مې ناسم تعبیر کړی وي، اوّل بښنه راته وکړي او بیا یې په اصلاح کې مرسته را سرہ وکړي!
د عبید الله عَلم صیب وینا:
علم صیب د لوگر د مرحوم جنرال صیب عبد المجید خان خو شیوال زوی دی! پلار یې د روسانو پر خلاف د سپیڅلي جھاد رښتینی اتل و.
مجاھد پلار یې علم صیب په یوہ داسې اسلامي روحیه روزلی چې د کمونستانو څخه یې اوس ھم ھومرہ بد راځي څومرہ چې زموږ ترې د جھاد پر وخت بد راتلل!
ځکه خو یې په مجلس کې د خبرو په پیل کې وویل: ما تر اوسه له کمونستانو سرہ په لاس ستړې مه شي نه دہ کړې!!!
د خبرو ترکیز یې په دوہ نکتو و، ھغه وویل:
۱- لندن میشتي افغانان ھڅه کوي په ھیواد کې د یوې تلپاتې سولې لپارہ په لندن کې ھم د ھمداسې یوې غونډې د جوړولو کوربه توب وکړي!
په دې اړہ د مشرانو نظر څه دی؟
۲- ورپسې یې زیاته کړہ: ستانکزي صیب پخپلو خبرو کې وویل د ھیواد اویا سلنه خاورہ د امارت تر کنترول لاندې دہ او عواید یې ھم امارت اخلي.
نو آیا امارت د شھیدانو د کورنیو او یتیمانو پوښتنه کله کړې؟!
آیا بھترہ به نه وي چې د دې عایداتو یوہ برخه د ھغو بې وزله کورنیو مرستې ته ځانگړې شي چې د خپلو کورنیو سر پرستان یې په جھاد کې او یا ھم د یرغلگرو په بمباردونو او چاپو کې له لاسه ورکړي؟!
د امارت مشرانو دواړہ وړاندیزونه مثبت و بلل او په اړہ یې د اقداماتو کولو ټټر وډباوہ!!
د حدید الله ذاکري صیب وینا:
ذاکري صیب ویښ او بیدارہ ځوان دی. په مجالسو کې وړو نکتو او نیمگړتیاو ته متوجه وي، پر خپل شاوخوا نظر ساتي او د کارونو تنظیم په داسې یوہ طریقه کوي چې ما غوندې ھفته پامي خلک یوہ ھفته پس ھم پرې نه پوھیږي چې دا کار یې څرنگ او کله تنظیم کړ!!
د بیلگې په توگه: د ھمدې مجلس د دایرولو او تنظیم په کار کې بې سارې ھڅې؛
د امارت مشرانو د مجلس د تصویرنو او ویډیو جوړولو اجازہ په پیل کې نه وہ ورکړې ذاکري د لمانځه او ډوډۍ په وقفه کې شیخ دلاور صیب، متقي صیب او نورو مشرانو ته لاړ او د فرھنگي خدمت په بھانه یې ترې د تصویرونو اجازہ واخیسته!
دا اوس چې د قطر د مجلس تصویرونه په خواله رسنیو کې ښکته پورته کیږي، د ذاکري صیب کمال دی!
ھغه ډیرې خبرې و نه کړې ( زہ یې د ډیرو خبرو د لیکلو له سرخوږي خلاص کړم)، خو په ټوله کې یې د کابل ادارې په سوله دښمنه پالیسۍ رڼا واچوله!
ھمدا راز یې له امارت څخه وغوښتل چې خپل ولس په اعتماد کې واخلي او د پاکستان او نورو گاونډي ھیوادونو په اړہ خپله تگلارہ په واضح ډول د خپلو خلکو مخې ته کیږدي!
زما دویم شعر:
د ذاکري صیب له وینا پس، ستانکزي صیب ماته د دویم شعر ویلو بلنه راکړہ او ورسرہ یې راته وویل: گورہ ھسې نه دا شعر دې په موږ پسې جوړ کړی وي؟! د ستانکزي صیب په خوشطبعۍ ټول مجلس په خوشگوار موډ کې شو!
ما مائیک تر لاسه کړ او دا ځل مې د پرون تر عنوان خپل شعر د مجلس گډونوالو ته واورولو!
د شعر له نشر مخکې بیا ھم درې لنډې یادونې:
۱- دا شعر ما ھغه مھال لیکلی و چې د کابل ادارې لوی غل، قطاع الطریق، غاصب او قاتل علي پور د سرور دانش په سپارښتنه بې له محاکمې بیرته آزاد کړی و.
۲- د امارت مشرانو ته پکې دا پیغام نغښتی و چې خپل ھغه اصالت په کلکه وساتي د کوم له امله یې چې خلک د بیا راتگ ارمان کوي.
۳- ددې شعر ویډیو کوم ملگري جوړہ کړې وہ، که چا سرہ وي او مھرباني وکړي یوہ کاپي یې ماته ھم را ولیږي او یا یې دلته په کومنټ کې کیږدي، نو خوشاله به شم!
اوس نو دا تاسې او دا ھم شعر:
پرون
پرون راته جانانه بې حسابه یادیدې
پرون مې دې ارمان وکړ په زړہ مې وریدې
پرون درپسې ټول کابل په سرو سترگو ژړل
پرون مو د عزت فرشتې لوڅې گډیدې
پرون د مړہ ملا یاد مې په زړہ کې شوله څړیکه
پرون مې ھغه مړې جذبې له سرہ لړزیدې
پرون یو څو چیت پوزو ټول نظام را مسخرہ کړ
پرون مو د ناموس لمن ته خاورې بادیدې
پرون مې د ھیواد بایللي برم پیغور راکړ
پرون مو د غیرت شملې له شرمه ټیټیدې
پرون مې زوړ پرھار په بیکسۍ پورې خندل
پرون مې د کابل پر مخ تڼاکې ټوکیدې
پرون مې مټکور ته له زړگي نه آہ وتلی
پرون مې په بې وسه ولس اوښکې بھیدې
پرون مې مفکر ته دا د حال په ژبه وویل
چې خر مھار کوی نه شې، پرې ولې سپریدې؟!
پرون مې ویل طالبه! رب دې ژر راوله یارہ!
نور ستا په انتظار کې مو زارې و چاودیدې
___________________________________________
د مجلس د اختتام خبرې او تحفې:
( دا لړۍ ادامه لري )
د تنویر صاحب دا وړاندیز جې وایی “رهبری او مسلکی کدرونه دي بیل او تفکیک شی” په سرو زرو تلم.
با تشکر از محترم پیرزاده صاحب که گوشه ای از پیام بنده را منعکس ساختند، در حالی که بعضی از دوستان تیم خودمان در هر دو جلسه(با مشران امارت اسلامی و با طیب آغا) سعی داشتند تا آواز بنده را خاموش سازند. از اینکه بنده بعد از سفر قطر، سفری دیگری داشتم و بعد از آن مریض گشتم نتوانستم تجربه های این سفر را به نشر بسپارم که در همین زودی ها به یاری ایزدمتعال سلسله چاپ آنرا آغاز خواهم نمود که امیدوارم «فدا جان» (نن آسیا) دور از مشکلانی که با نوشته های بنده دارد، در نشر آن از… نور لوستل »