ورزش

نړيوال جام سياليو لپاره د افغان لوبډلې جامې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکي ۲۰۱۹م نړيوال جام سياليو لپاره د افغان لوبډلې جامې وړاندې کړې.

پر ټويټرپاڼه د افغان کرېکټ بورډ لخوا درې ډوله جامې وړاندې شوې چې د افغانستان ملي بيرغ درې رنګونه پرې جوړ دي.

په دې کې افغان کرېکټ بورډ د تمريناتو، د لوبې پرمهال او د لوبې لپاره بديل جامې وړاندې کړي چې بېلا بېل ډولونه لري.

له دې وړاندې د نړيوال جام لپاره استراليا، بنګلديش، سويلي افريقا او سريلانکا هم خپلې جامې وړاندې کړي دي.

افغان لوبډلې وړمه ورځ د هندي نړيوال شرکت اميول «amul» سره د نړيوال جام لپاره د مالي ملاتړ تړون لاسلیک کړ.

د نړيوال جام سيالۍ د روانې مۍ مياشتې په ۳۰مه نېټه پېل کيږي، چې افغان لوبډله به د استراليا لوبډلې پر وړاندې لومړۍ سيالۍ ترسره کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close