افغانستان

اجراییه ریاست د طالبانو پر «اراده شکمن» دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): اجراییه ریاست وايي، دا چې د امریکا او طالبانو خبرې غځېږي، نو پړه يې د طالبانو پر غاړه ده او دوی يې پر «اراده شک» لري.

د دې ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون ویلي، د دوی د شک علت دا دی چې طالبان نه اوربند ورسره مني او نه يې هم لا تر اوسه د بین الافغاني «مذاکراتو» په اړه څه ويلي دي.

اجراییه ریاست تېره ورځ دا هم ويلي و، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو اترو ته يې سترګې نیولې او هیله لري چې د بین الافغاني «خبرو اترو» په تړاو به د هوکړې غږ واوري.

طالبانو پر رسنیزو تبصرو کې څرګنده کړې چې دوی پر مؤقتي اوربند باور نه لري او د اشغال په پای ته رسېدو سره غواړي دایمي د جګړې ټغر ور ټول شي.

هغوی ټینګار کړی چې له بهرنیانو سره تر تفاهم وروسته ژمن دي چې د راتلونکي نظام په تړاو له ټولو با رسوخه څېرو او ګوندونو سره خبرې اترې ولري.

دا په داسې حال کې دی چې د ناټو ملکي استازي هم د امریکا او طالبانو د شپږم پړاو روانې خبرې په روانه روژه کې پایله راوتونکې بللې دي.

نیکولاس کی، دا هم ويلي چې اوس د سولې لپاره زمینه برابره شوې او ان د سیمې په سطحه توافق او اجماع رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دوی ټوله په تخيلی دنيا کی مړژواندی ژوند تيروی ، دوی څه فکر کوی چی د اوربند او د بين الافغانی مذاکراتو چيغی وهی ، بين الافغانی غونډه خو د دوی مشر ليونی متفکر په لغته ووهله او اوربند د غاصب کفارو په شتون کی ناشونی دی .
دا بی همته غلامان دا غښتلی طالبان نه پيژنی او نه هم د هغوی اهداف درک کولای شی د دوی د دنيوی ژوند لپاره ښه لاره دا ده چی خپلی بستری وتړی او د خپلو بادارانو د تيښتی تر مخه وتښتی او يا د شرعی محکمی انتظار دی وکړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x