افغانستان

ټاکنو کمیسیون کابل او ۱۴ ولایتونو کې د دفترونو مشران نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مرکز کابل او ۱۴ ولایتونو د سیمه‌ییزو دفترونو لپاره رسمي مشران نه لري او لا هم د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

د ټاکنو د څار بنسټونه وايي، که وضعیت همداسې دوام ومومي، دوی هیله نه لري چې کمیسیون دې په څو میاشتې کې وتوانېږي چې د دې ولایتونو د دفترونو لپاره رییسان وګماري.

کابل، بادغیس، کاپیسا، میدان وردګ، لوګر، پنجشېر، نیمروز، زابل، هرات، هلمند، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني او خوست هغه ولایتونه دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونو مشران يې د درغلۍ په تور د ټاکنیزو کمیسیونونو له کمېشنرانو سره یو ځای لرې کړل شوي دي، خو لا هم نوي مشران ور معرفي شوي نه دي.

د ټاکنو کمیسیون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات وايي، دوی يې پر ګمارنې کار پیل کړی، خو د ټاکنو د څار بنسټونه وايي کمیسیون د ګمارنې په پروسه کې مداخله کوي او بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ټیفا ویاند بریالی حق‌جو وايي، که وضعیت هم داسې دوام پیدا کړي نو ولایتونو کې سمې ټاکنې ترسره کېدل به له ستونزو سره مخ شي.

راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې ټاکل شوې چنګاښ «سرطان» میاشت کې ترسره شي، د اشرف غني او عبدالله عبدالله په ګډون ورته ۱۸ تنو ځانونه نوماندان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x