افغانستان

ناټو: د سولې لپاره سیمه‌ییز او نړۍوال توافق رامنځته شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸غويی، ۱۳۹۸ل): د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی د امریکا او طالبانو روانو خبرو ته خوشبیني ښکاره کړې او په وینا يې ښايي روانه روژه کې يې پایلې ولیدل شي.

کی؛ چې مزار شریف کې خبرې کولې وویل سیمه، ګاونډي هېوادونه او نړۍواله ټولنه د سولې لپاره سره یو شوي او په وینا يې ډېر توافقات رامنځته شوي دي.

د ناټو ملکي استازي دا هم ويلي چې دی هیله لري روژه کې یا هم له هغه وروسته بین الافغاني «مذاکرات» وشي.

هغه له طالبانو سره د لیدونکي پلاوي پر جوړښت هم تبصره وکړه او په وینا يې باید مدني ټولنې، ښځې، دیني عالمان او ټول قشرونه پکې شامل وي.

که څه هم قطر کې د کېدونکي بین الافغاني کنفرانس پر تخریب دولت تورن شو، خو تېره ورځ د اجراییه ریاست ویاند امید میثم وویل چې دوی بیا هم له طالبانو سره د کتونکي پلاوي پر جوړېدو بوخت دي.

طالبانو پرلپسې ټینګار کړی چې له افغان مخالفو اړخونو سره خبرو ته د افغانانو په توګه تیار دي، خو د حکومت په نوم کوم مشروع ادرس نه پېژني.

نیکولاس کی په داسې حال کې خپله خوشبیني ښکاره کوي چې وړمه ورځ د هندي او امریکايي چارواکو په خبرو کې هم توافق لیدل شوی دی.

د شنونکو په باور زلمي خلیلزاد هند ته دا ډاډ ورکړی چې راتلونکی افغانستان به يې پر خطر نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الهی(ج) په ګران هيواد افغانستان کی هغه سوله راولی چی کفار او منافقين پکی مختوری او شرمنده وی او د مجاهدينو او د شهيدانو ارمانونه پکی نغښتی وی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x